نظــر

د اجرائیه او مقننه قوو ترمنځ د ټاکنو وزلوبه

لیکوال: احمد «محمدي»

د تیرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر سر لانجو او د آمریکې د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب د دواړو مخکښو نوماندانو ترمنځ د ملي وحدت حکومت باندې سلا د هیواد ځینې منظم چارې له ستونزو سره مخامخ کړې، چې یو هم په کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو ټاکنې وې چې په خپل ټاکلي وخت ترسره نه شول او لا هم راتلونکي یې ناڅرګند دی.

د ملي وحدت حکومت د خپل مشروعیت زیاتولو لپاره ظاهرأ دا پلمه کوله، چې راتلونکي ټولټاکنې باید د ټاکنیز سیسټم تر اصلاحاتو وروسته ترسره شي، برحال سیسټم او غړي یې په فساد تورنول او د پخواني غړو پر ګوښه کولو ټینګار درلود. اقتصادي ستونزې او امنیتي خنډونه هم د ټاکنې نه تر سره کولو لپاره دلایل وړاندې کیدل.

حکومت خپلې چارې ترسره کړې د ټاکنیز سیسټم اصلاح لپاره نوي اشخاص د ولسمشر او اجرئیه رئیس له خوا تر چاڼ کیدو وروسته استخدام شول، حکومت د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د نه لاسوهنې او استقلالیت ته د احترام ژمنه هم وکړه.

د ټاکنو کمیسیون له ډیرې چوپتیا وروسته د (۱۳۹۷ه ش) کال د چنګاښ شپاړسمه د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنې نیټه وټاکله، چې د ځینو ناڅرګندو دلایلو له امله د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس نجیب الله «احمدزی» له دندې ګوښه کړی شو.

د احمدزي له لیرې کولو وروسته یو ځل بیا د راتلونکي ټاکنو مسئله یو ځل بیا د هیر حافظې ته وسپارله، داخلي مدني فشارونه حکومت دېته مجبور کړ چې د کمیشنری خالي چوکۍ ته یو کس وپیژني. د کمیسیون داخلي ټاکنو په پایله کې دا ځل ګلا جان عبد البدیع «صیاد» د ټاکنو کمیسیون رئیس وټاکل شو؛ خو د راتلونکي ټاکنو په خپل وخت ترسره کیدل او نه کیدل یوه معمأ او د رسنیو یوه توده موضوع وه. اوس یو ځل بیا د ټاکنو کمیسیون له خوا د راتلونکي ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د نیټې عمر در میاشتې نور هم ځنډیږي او د (۱۳۹۷ه ش) د تلې میاشتې اته ویشتمې ته وغځید.

اوس پوښتنه دا را ولاړیږي چې ایا حکومت او کمیسیون په دغه غځول شوي نیټه د ټاکنې ترسره کولو وړتیا او امکانات لري که هسې د عامه اذهانو د تیر ایستلو لپاره لوبې کوي؟

که د هیواد روان وضعیت وکتل شي دا په ډاګه جوتیږي، چې د کومو عواملو له امله چې درې کاله مخکې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو ټاکنې وځنډول شوې اوس مهال تر هغه وخته څو برابره ستونزې ډیرې دي. د حکومت دنني لانجې او ستونزې چې څو میاشتې کیږي د ولسمشر لومړۍ مرستیال د تبعید په شکل د ترکیې په هیواد کې اوسي، د بلخ ولایت پر سر ستونزې په ډیر کړکیچن وضعیت کې معامله شول، د بهرنیو چارو وزیر سرپرستي نامعلومه ده دا هغه وزارت دی چې د هیواد ټول بهرني سیاست له همدغه ځایه همغږي کیږي په داسې یو وضعیت کې چې افغانستان د نړیوالو سیاستونو کوربه دی او ډیری نړیوالې لوبې له دغه ځایه کنټرولیږي، په هرات کې د ټاپي پروژې د افتتاح په مراسمو کې د اوبو او بریښنا وزیر ته د ګډون اجازه نه ورکول او داسې نور سلګونه ستونزې شتون لري.

امنیتي وضعیت د درې کلونو پخوا په نسبت ډیر خراب شوی، چې عملأ د ولایت او ولسوالیو د سقوط پیښې مو ولیدلې. اقتصادي ستونزه لا هم پر خپل ځای پاتې ده او تر اوسه د ټاکنې د ټولې پروسې د لګښت مالي اړخ نه دی پوره شوی.

دلته د ځینو حزبونو او وکیلانو له خوا راتلونکي ولسي جرګې د ټاکنې د نه ترسره کول طرحې ورکړل شوي دي، چې افغانستان دومره مالي امکانات نه لري چې سږ کال د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو ټاکنې ترسره کړي او راتلونکي کال ته د ولسمشریزې او ولایتي شورا ګانو ټاکنو ته لاړ شي، باید دا ټولې ټاکنې په یو ځل ترسره شي؛ چې هم یې لګښت لږ دی او هم شفافیت لپاره ښه چمتووالې ورته نیول کیدی شي.

حکومت خپله هم د راتلونکي ټاکنو د ترسره کیدو لپاره جدي اراده نه لري او هوډ لري چې بل کال ته راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې هم ترسره نه شي او د ملي وحدت حکومت موده یوې بلې دورې ته وغځول شي او د اجرئیه ریاست پوست په صدراعظمی باندې تبدیل شي، چې د ملي وحدت حکومت د توافقلیک یوه ماده هم ده.

په دغه صورت کې حکومت لپاره دغسې یو ناقانونه او غیرمشروع ولسي جرګه اړینه ده، چې پر حکومت د غږ کولو هیڅ جرأت او قانوني لارې ونلري، د اعتراض په صورت کې د حکومت له خوا خپله ولسي جرګه د یو غیرقانوني ادرس تعریف کیدلی شي.

که د ولسي جرګې راتلونکي ټاکنې په خپل ټاکلي زمان ترسره شي او د خلکو له خوا نوي استازي معرفي شي، بیا به حکومت خپلې غوښتنې او د خپل عمر غځولو پلانونه عملي و نه کړای شي.

نوي وکیلان به په لومړیو کې د خپل ځان د قانوني او سپیڅلی ښکاره کولو لپاره د حکومت د هر یوه تر قانون پورته کړنې پر وړاندې ودریږي، چې د ملي وحدت حکومت د اکثرو چارو ته به ستر دیوال وي او هیڅ ډول تر قانون پورته جوړجاړی او مصلحت به ورته د منلو نه وي.

د سیاسي چارو ځینې شنونکي بیا په دې نظر دي، چې حکومت په هره لاره چې وي غواړي د ولسي جرګې تازه وکیلان راولي؛ ځکه دغه برحاله وکیلانو د حکومت پر وړاندې سخت دریځ نیولی دی او عملأ د حکومت پر وړاندې د یو آپوزیسون په حیث کار کوي.

دا به راتلونکي څو میاشتو کې وګورو، چې د افغانستان روان وضعیت پر کوم مسیر درومي او د مقننه قوې او اجرائیه قوې ترمنځ وزلوبه څوک ګټي؛ په داسې یو وضعیت کې چې د حکومت یو تکړه چپ انداز له هیواد څخه باندې شپې سبا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

محمدی صاحب ! زه تاسی نه پیژنم ، چه د کابل غلامه اداره کی کوم لوی یا کوچنی پوست لری او د کوم بانډ سره اړیکی لری او که بیطرفه لیکونکی او سیاست پوه یاست . کشکی په دغه پوهیدلی ستا په لیکنه او د کابل په ټاکنو به می تر دی ښه ارزونه کړی وی . په هر صورت ، دومره درته لیکم چه په دی خبرو مه خپل او مه د نورو وخت ضایع کوه . په اشغال شوی او بلواکه هیواد کی تآکنی څه معنی لری ، یوه مافیه به د بلی مافیه ځآی نیسی هغه مافیه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x