روزګان: د طالبانو په بریدونو کې ۳۵ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۷ل):په روزګان ولايت کې يو ځل بيا د طالبانو په بريدونو کې لږ تر لږه پنځه دېرش عسکر وژل شوي او څوارلس ژوندي نيول شوي دي.

د روزګان ولايت چاروکو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي، خو د دغه ولايت امنيتي سرچينې وايي، چې د خاص روزګان ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د طالبانو په ډله ييز بريد کې د امنيتي ځواکونو يو شمېر پوستې د طالبانو لاسته لويدلي او ګڼ شمېر عسکرو او اربکيانو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې په دغه بريد کې د دوی جنګياليو پنځه دېرش عسکر او اربکيان وژلي او څوارلس يې ژوندي نيولي دي.

د احمدي په وينا د وژل شوو عسکرو جسدونه اوس هم د جګړې په ډګر کې پراته دي او نور ملګري يې د جګړې له ډګره په تېښته بريالي شوي دي.

قاري يوسف ويلي، چې دا بريد د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د لسګونو وژل شوو ماشومانو غچ دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د لسګونو ماشومانو د شهادت د غچ اخستنی یوه برخه ده ، له دی وروسته باید طالبان د کابل په غلامانو او نه یی په بادارانو رحم ونه کړی تر هغی چه یی وسه رسیږی خپلی جهادی کړنی دی ترسره کړی طالبان چه څومره په شهادت رسیږی حتی رهبران یی چه په شهادت ورسیږی د دی په ځای جه د طالبانو په جهادی کړنو او کچه کی کموالی راشی لا پیاوړی او غشتلی کیږی علت یی : الله ج فرمایی ، شهیدانو ته مړه مه وایاست هغوی ژوندی او ستاسی په شان خوراک کوی . دا چه ژوندی او زمونږ… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

دغه غچ مو زړه را یخ کړ په یوه یی هم صرفه مکوی په دوی کی بی ګناه نشته په ډلیزه توګه یی له منځه وړی چی ورته مالوم شی چی د مچو ځالی ته لاس وروړل دا عواقب لری

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

نه ، داسی نده.

سالارزي
میلمه
سالارزي

بيانزيه خداي دي وكري جه ددي شهادتونو ميدانته تاسو اوتول فاميل مو له امريكي نه تشريف راوري اودمريكي له تابعيت نه لاس به سرشي

Zadran
میلمه
Zadran

محترم بیانزی صاحب،ستا تبصره سره زه موفق نه یم.ستا د غچ خبره کړیده،زه ستا څخه پوښتنه کوم چه.عسکر افغان دی ،مسلمان دی،د الله ج تول احکام منی،طالیب هم افغان دی،هم مسلمان دی،داسلام احکام منی،دواړه مسلمانان دی.او مسلمانان ټول سره وروڼه دی ،ایا یو مسلمان د بل مسلمان څخه غچ اخستلی شی؟په کندز کی افغانان مړه شول او د ارزګان کی هم افغانان مړه شول.یعنی ،د افغانانو دښمن دوه سری چاقو واچلوه.هم یی کندز کی بربادی جوړه کړه،او هم یی ارزګان کی میندی بوری کړی،تبصره کوونکیو نه ځما هیله دا ده،حداقل په اور خو نور تیل مه پاشی،بلکه هغه لغاتونه استعمال… نور لوستل »

ملاګل (مومند)
میلمه
ملاګل (مومند)

محترم بيانزی صاحب! سلامونه. د احساس او عاطفې مو قدرداني کوو چې د اسلامي قضياوو په اړه يې لرئ، خو د د شرعي نصوصو د داسې تفسير حق نه تاسې لرئ او نه يې بل څوک لري چې د اسلام علماوو نه وي کړی. د قرآني آيت مفهوم مو له ځانه داسې ويلي چې (هغوی ژوندی او ستاسی په شان خوراک کوی). قرآني آيت داسې دی: عند ربهم يرزقون) يعنې د هغوئ د رب په نزد هغوئ ته روزي ورکول کېږي). او بل دا چې د هغوئ استوګنه بېرته په سنګرونو کې ګڼئ لکه چې ليکلي مو دي:(دا چه ژوندی… نور لوستل »