mujahideen iraq

له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د عراق امنیتي وضعیت – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: وروسته له دې چې د می د میاشتې په ۱۴ مه د عراق په ترسره شویو ټول ټاکنوکې د دغه هیواد لومړی وزیر نوری المالکي په مطلق اکثریت بریالیتوب تر لاسه کړ ورسره یوځای نا امنیو او تاوتریخوالي هم زور واخیست .

د دغو نا امنیو په سلسله کې وړمه ورځ د عراق سُني قبائلو وکړای شول د عراق مهم ولایت نینوی د المالکي له ځواکونوڅخه ونیسي د هغه په تعقیب یې د موصل ښار چې له بغداد وروسته د عراق دوهم لوی ولایت ګڼل کیږي هم د سني قبائلو تر ولکې لاندې راغی.

په کال ۲۰۱۱ کې چې کله امریکايي ځواکونه له عراقه ووتل او د دې هیواد چارې یې د نوري المالکي مذهبي حکومت ته وسپارلې د عراق د سُني مذهبه قبائلي مشرانو لخوایې مخالفت شروع شو .

د سُنی مشرانو د مخالفت لامل داوه چې نوري المالکي د سُنیانو ډیری ځوانان له وسله والو مخالفینوسره د ملاتړ په جرم بندیان او ډیری نوری یې له قانوني محکمې پرته په اعدام محکوم کړل.

د دغو بندیانو په ډله کې یو زیات شمیر ښځينه بندیانې هم وي چې د نوری المالکي د امنیتي ځواکونو لخوا ورسره ناوړه چلند کیدو او سُني مذهبه مشرانو یې په کلکه د هغوی د ژر ترژره پریښودلو غوښتنه کوله.

د۲۰۱۲ کال په د سمبر کې د عراق سُني میشتو مشرانو د سوله ییزو مظاهرو له لاې له نوري المالکي څخه وغوښتل چې د هغوی بندیان ورخوشي او په هیواد کې د سُنیانو حقوقو او غوښتنوته دې درناوی وکړي ، خو نوری المالکی د دې پرځای چې د سنیانو سالمې غوښتنې ومني د زور له لاري یې هغوی ته د مظاهرو د پایته رسولو اخطار ورکړ .

هماغه وه چې دا کار په عراق کې د کورنۍ جګړې د پیلیدو لامل وګرځیده چې تر اوسه پوري ورکې په زرګونو عراقیان له دواړو لوریو څخه ووژل شول.

د عراق له ۱۸ ولایتونوڅخه یې ۸ ولایتونه مطلق سني میشتي ولایتونه دی . د دغو ولایتونو ټول اوسیدونکي د نوري المالکي حکومت مخالف او عملا یې دهغه به مقابل کې وسله واله مبارزه پیل کړې.

نوري المالکي د امریکایانو لخوا د عراق د اشغال پرمهال د امریکایانو تر ټولو معتمد شخص ګڼل کیدو او اوس هم ورسره امریکایان د سُني مذهبه مقاومت په ټکولوکې پوځي اومالي مرستې کوي .

امریکایان غواړي په افغانستان کې هم له راروانو ټاکنو وروسته کټ مټ د عراق لوبه تکرارکړي .

په افغانستان کې به هم د نوري المالکي په څیر یوشمیر خپل پلوي افراد د انتخاباتو په پلمه واک ته ورسوي او د نورو دځپلو او ټکولو لپاره به له هغوی سره خپلې پوځي او مالي مرستې جاري ساتي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د