fbpx

په سهار کې له ویښېدلو څخه وروسته دا ۷ کارونه مه ترسره کوئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل  

دوستانو د سهار په پیل کې باید  اووه کارونه په سمه توګه ترسره کړئ او که نه  نو د ستونزو د رامنځته کېدو سبب ګرځي، سهار او ټوله ورځ به مو خرابه وي.

ـــ د ساعت زنګ مه ګُل کوئ.

ـــ ځان په بړستن کې مه پټوئ.

ـــ خپل برېښنا لیک مه چک کوئ.

ـــ په تیاره کې او د ګروپ له روښانه کېدو څخه پرته مه چمتو کېږئ.

ـــ قهوه مه څښئ.

ـــ په خوب ځای کې تصمیم مه نیسئ.

ـــ خپل خوب ځای منظم کړئ.

په هغې ورځ کې د بریا له پاره د سهار پیل ډېر مهم دی. که چېرې خپل سهار په ښه توګه، په انرژئ، خوښۍ او خوشالۍ سره پیل کړئ، دا ښکلی سهار کولای شي، ورځې ته مو بدلون ورکړي او په ټول ورځ کې مو خوښ او خوشاله وساتي.

کله چې له خوب څخه را ویښېږئ، د څو کارونو په ترسره کولو کې له ډېرې ځیرکۍ او دقت څخه کار واخلئ او په ښه توګه یې ترسره کړئ.

۱ ـــ د ساعت زنګ مه ګُل کوئ:

کله چې د ساعت یا ګرځند ټیلیفون په زنګ سره له خوب څخه را ویښېږئ، نو مه یې ګُل کوئ، ځکه ښایي یو ځل بیا مو خوب یوسي، غوره ده، چې په لومړي زنګ سره را ویښ شئ.

۲ ـــ ځان په بړستن کې مه پټوئ:

له را ویښېدلو څخه وروسته اړینه ده، چې په خوب ځای کې ځان کش او کوږ کړئ. اروا پوهان په دې باور دي، له را ویښېدلو څخه وروسته د ځان کش کول او کږول، کولای شي په نفس باندې د اعتماد له ډېرښت سره مرسته وکړي.

۳ ـــ خپل برېښنا لیک مه چک کوئ: 

هېڅکله د سهار په پیل کې خپل برېښنا لیک مه چک کوئ، ښایي داسې پیغامونه ولولئ، چې د سهار په پیل کې ستاسو په روحیه باندې بده اغېزه وکړي.

۴ ـــ خپل خوب ځای منظم کړئ:

خپله ورځنۍ بریا له خوب ځای څخه پیل کړئ؛ له هر کار څخه مخکې خپل خوب ځای منظم کړئ، دا کار تاسو ته یو ښه احساس درکوي او د دې سبب کېږي، چې خپل نور کارونه هم په ښه او منظمه توګه ترسره کړئ. هغه کار چې ډېری خلک یې نه ترسره کوي.

۵ ـــ قهوه مه څښئ:

د سهار له ۸ څخه تر ۹ بجو پورې د سټرس ( اروایي فشار ) تر ټولو زیات هورمونونه ترشح کېږي، نو غوره ده، چې له یادو ساعتونو څخه وروسته قهوه وڅښئ، تر ټولو غوره وخت یې د سهار ۹:۳۰ بجې دی. که چېرې خپل سهار د قهوې په څښلو سره پیل کړئ، نو ستونزې او اروایي فشار مو زیاتېږي.

۶ ـــ په تیاره کې او د ګروپ له روښانه کېدو څخه پرته مه چمتو کېږئ:

کله چې سهار له خوبه ژر را ویښېږئ او تیاره ده، نو هرو مرو ګروپ روښانه کړئ او په تیاره کې جامې مه اغوندئ، له دې امله که چېرې ګروپ روښانه نه شي، د بدن ساعت داسې احساس کوي، چې لا هم تیاره ده او شپه پای ته نه ده رسېدلې او تاسو ته د ستړیا او کهالۍ احساس درکوي.

۷ ـــ په خوب ځای کې تصمیم مه نیسئ:

په خوب ځای کې هېڅکله تصمیم مه نیسئ، پاڅېږئ یو ګیلاس اوبه وڅښئ، ترڅو انرژي تر لاسه کړئ. غوره ده، چې تاسو تېره ورځ خپل تصمیم نیولی وي، ترڅو سهار یې ژر د ترسره کېدو په فکر کې واوسئ، نه دا چې تازه تصمیم ونیسئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د