نړۍ

اسلامي دولت په عراقي فضا کې خپل بیرغونه ورپول

نن ټکی آسیا: د عراق اسلامي دولت ته نیژدې سرچیني وايي چي ددغي ډلي پلوټان وتوانیدل چې د موصل په ښار کې د عراق فوځ ته ورکړه شوي امریکايي الوتکو ته پرواز ورکړي، او خپل تور بیرغ چې منځ کې یې کلیمه طیبه (لا اله الا الله محمد رسول الله) لیکلې، د عراق په فضا کې رپانده کړي.

او زیاته کړې چې دا لومړی ځل دی چې په د الوتکي په ذریعه باندي بیرغ رپول کیږي.

د شبکة الشموخ په نامه جهادي ویب پاڼه کې چې د عراق او شام اسلامي دولت په نامه تنظیم ته تر ټولو نیژدې سرچینه بلل کیږي، په کښي ویل شوي چي اسلامي دولت د پلوټانو څخه غواړي چي ددوی سره ژر تر ژره یو ځای شي، تر څو د ټولو نیول شویو الوتکو څخه کار واخیستل شي.

دا په داسي حال کې ده چي همدا ډله وروسته تر هغه چې پر مقامي تلویزونونو او ټولو حکومتي ودانیو واکمني لري، ویلي چي دوی به ډېر ژر خپل تلویزوني چینل فعاله کړي.

د عراق اسلامي دولت وروسته تر هغه چې موصل، تکریت او نوري پراخي سیمي نیولي، د سامراء په نامه د شیعه ګانو د مقدس ښار په لور خوځېدلي، او د حکومتي ځواکونو او شیعه ملیشو سره په جګړه بوخت دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x