
کابل: په چاودنه کې شپږ عسکر ټپيان شوي دي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۷ل): د پلازمینې کابل په شپاړسمه امنیتي حوزه کې د چاودنې له امله شپږ تنه عسکر ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي چې پېښه نن سهار اوه نیمې بجې شاوخوا د دفاع وزارت د تخنیک او وسلو ریاست ته مخامخ ملي څلور لاري ته نیژدې پر یوه پوځي موټر وشوه.
د نوموړي په وینا په پېښه کې دوه تنه عسکر ټپيان شوي دی.
بلخوا د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ویلي چې د پيښې له ځایه روغتون ته ۳ کسان لیږدول شوي دي.
خو د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په چاودنه کې ۶ تنه عسکر ټپيان شوي دي.
د چاودنې د نوعیت په اړه د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سړک غاړې ته د برېښنا د پایې سره چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وه چې د پوځي موټر ور نیژدې کېدو وروسته وچاودېدله.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.