fbpx

په دې تګلارو سره خوشاله ژوند وکړئ او وخاندئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

پوهان د مغز او بدن ترمنځ د اړیکې په اړه د نظر اتفاق لري. په ژوند کې مثبت فکر کول د بدن د روغ او سالم پاتې کېدو سبب ګرځي. زده کړئ، هغه اروایي فشار ( سټرس ) چې هره ورځ ورسره مخامخ یاستئ د خندا پرمټ یې لرې کړئ او تر شا یې پرېږدئ او ډاډه اوسئ، چې په دې کار سره به روغ او سالم بدن ولرئ.

۱ ـــ یوه دقیقه چوپتیا غوره کړئ او فکر وکړئ:

کله چې حالت مو بد او پرېښانه یاستئ، د دې له پاره چې اروایي فشار له ځانه لرې کړئ ژوره ساه وباسئ، د خپل موقعیت په اړه فکر وکړئ او ۵ کارونه چې کولای شئ، ترسره یې کړئ، لېست کړئ او ځان ته ډاډ ورکړئ هغه څه مو چې په ذهن کې دي، ترسره کولای یې شئ او په نږدې راتلونکې کې به یې پایله هرو مرو وینئ، هغه ۵ کارونه له آسانه څخه د سختو په لور لېست کړئ او له ځان سره ژمنه وکړئ، چې لټي او بې حوصلګي به نه کوئ او هغه کارونه به په سمه توګه ترسره کوئ.

۲ ـــ د خپلو ورځنیو موخو په اړه فکر وکړئ او تصمیم ونیسئ:

دا چې په ورځنۍ توګه په ځان کې پرمختګ وینئ ډېره مهمه ده او د دې سبب ګرځي، چې په ځان باندې باور وکړئ. کولای شئ، چې له کوچنیو کارونو څخه یې پیل کړئ او هره ورځ دا چې هغه کارونه مو ترسره کړي، خوند واخلئ او وروسته د وخت په تېرېدو سره، د ځان له پاره سترې موخې وټاکئ او ډاډ ترلاسه کړئ، چې هغو سترو موخو ته به هم ورسېږئ.

۳ ـــ خپل ځان یوازې له خپل ځان سره پرتله کړئ:

فکر مه کوئ، له هر ډول پېښې سره، چې نور مخامخ شوي، تاسو به هم ورسره مخامخ شئ. هڅه وکړئ، چې تمرکز مو یوازې په خپل ځان او په خپل ژوند باندې وي، په دې کار سره کولای شئ، د خپلې راتلونکې له پاره، ښه او غوره تصمیمونه ونیسئ. دا په پام کې ولرئ، چې د هېچا برخلیک بل ته ورته نه دی.

۴ ـــ خپله شاوخوا د اروایي فشار له را کموونکو فکتورونو څخه ډکه کړئ:

هغه لاملونه، چې د اروایي فشار د را کمېدو سبب ګرځي، د اروایي فشار د مضرو فکتورونو په دام کې اچولو لامل کېږي. تازه ګل، د هغو کسانو انځور، چې ورسره مینه لرئ، د ښکلو منظرو د انځورونو لیدل د خوږو څیزونو خوړل، د اروایي فشار له کمښت سره مرسته کوي.

۵ ـــ خپل ښه چانسونه ولیکئ:

له کومو ښو پېښو سره، چې مخامخ شوي یاست، د هغو له پاره مو چې د الله (ج) شکرونه پرځای کړي دي، یاد داښت کړئ، ځکه چې له اروایي پلوه تاسو ته فوق العاده ښه احساس درکوي، حتا له یادو پېښو څخه کوچنۍ یې هم ولیکئ. په یوه باراني ورځ کې له چترۍ اخیستلو څخه نیولې په یوه لوبه کې تر بریالیتوب او د شاوخوا خلکو له خوا ستاینو پورې او دا لېست په خپله خوب خونه او یا خپل موټر کې وساتئ او هر وخت مو چې وغوښتل، چې له خپل برخلیک او ژوند څخه ګیله وکړئ، نو دې لېست ته وګورئ او له دې ټولو ښو پېښو سره چې مخامخ شوي یاست، شکر کوونکي واوسئ.

۶ ـــ له نورو سره مرسته وکړئ:

ډېری کسان له خپلو هم ډوله کسانو سره مرسته کوي، نو له دې کبله خوشاله او آرامه ژوند لري. هغه کسان چې خپل وخت یا حتا خپلې پیسې نورو ته مصروفوي، نو په خپل شخصي ژوند کې به یې اغېزې خامخا پیدا کړي او خوشاله ژوند به وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د