افغانستان

د ټاکنو په درشل کې، پر ټیلیفوني پيغامونه بندیز ولګېد

نن ټکی آسیا: په داسې حال کې ، تېره شپه د ټاکنو لپاره د ولاړو کاندیدانو له لورې سیالۍ او منډي – ترړې رسماً پای ته ورسېدې او له همدې شیبې ۴۸ ساعته وروسته یعني د شنبې په ورځ به د رای اچولو بهیر پيل شي.د مخابراتو او ټیکنالوجۍ وزارت په ټول هېواد کې د تیلیفوني شبکو د پيغام د لېږد-را لېږد اسانتیا غیر فعاله کړې.
د مخابراتو او ټیکنالوجۍ وزارت چارواکي وايي، چې د افغاني تیلیفوني شبکو پر پيغامونو یې په ټاکنو کې د روڼټیا او درغلیو د کنټرول په موخه بندیز لګولی.

د مخابراتو وزارت وياند نصرت رحيمي وويل ، چې ټولو خصوصي او دولتي مخابراتي شبکو ته ويل شوي، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د ورځې تر پايه دې د ټاکنو د لومړي پراو په څېر ټيلېفوني پيغامونه بند وساتي.

ښاغلي رحيمي زیاته کړه، چې د ولسمشرۍ کانديدانو ته د سکوت په موده کې د دوى په ګټو پيغامونه لېږل کېدل؛ ځکه دوى دغه پرېکړه وکړه.

نوموړ ي دا هم وویل، چې د سکوت په موده کې د پيغامونو لېږل د اصولو خلاف عمل دی. د نوموړي په وينا، ټيلېفونونه شخصي حريم دى، د دې لپاره چې دغه حريم خوندي وي، پيغامونه يې بند کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې پر ټيلېفوني پيغامونو نن سهار له شپږو بجو راهيسې بنديز لګول شوى دى.

د کتونکو په اند د مبایل پيغامونه بندیز به د ټاکنو بهیر شفافیت ته د ګټې پر ځای زیان واړوي، ځکه ځینې هغه کسان چې نه غواړي، د خپل غږ د ټاکنو د کمیسیونونو تر چارواکو او یا نورو اړونده امنیتي چارواکو پورې ورسوي،د مبایل پيغامونو له لارې یې په اسانۍ سره دا چاره تر سره کولای شوای.

ځينې نور بیا دا د هېواد امنیتي ارګانونو کمزوري او د همدې کمزوري د پټولو لپاره پر نورو فشار اچول بولي؛ترڅو د انتخاباتو په ورځ د طالبانو او سیمه یېزو خلکو له لورې د ناامنۍ او نورو ستونزو په اړه رسنۍ او نورې نړۍ ته د خبر رسولو چارې ټکنۍ کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x