ولې افغانانو ته آی پي ایل له بل هر لیګ زیات خوښ دی؟

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵ وری، ۱۳۹۷ل): د هند تجارتي لیګ سیالۍ د شنبې په ورځ د روانې میاشتې په اوومه نېټه پېلیدونکې دي چې په کې په لومړي ځل څلور افغان لوبغاړي شامل دي.

دغه سیالۍ چې درې ورځې وروسته پېلېدونکې دي لومړۍ لوبه د ممبۍ انډينز او چینایي سوپر کینګر لوبډلو ترمنځ له شاندارو افتتاحي مراسمو وروسته په ممبۍ کې پېل شي.

په دې لیګ کې د افغانستان څلور واړه لوبغاړي (محمد نبي، راشد خان، مجیب ځدراڼ او ظاهر خان) هند ته رسیدلي او له خپلو لوبډلو سره یوځای شوي دي، چې په تمریناتو یې هم پېل کړی دی.

دغه څلور لوبغاړي په یاد لیګ کې د درې لوبډلو لخوا اخیستل شوي دي، چې محمد نبي او راشد خان خپلې تېرې لوبډلې سنرایزز حیدر اباد سره یو ځل بیا یوځای شوې دي.

همدا ډول ځوان مجیب ځدراڼ په حیرانونکې ډول د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لخوا په ۴۰ ملیونه هندۍ کالدارې وپېرل شو، او ددغې لوبډلې مالکه پریټي زینټا د مجیب ځدراڼ پېرلو ته ډیره خوشاله ده او تمه لري چې مجیب ځدراڼ به یې لوبډلې ته نوی روح ورکړي.

ددغې لوبډلې مالکې پر راشد خان هم تر وروستي حده د پېرلو کوښښ وکړ چې ویې پېره، خو په پای کې د سنرایزز لوبډلې لخوا د کارډ په واسطه له پنجاب لوبډلې څخه بېرته واخیست.

د افغانستان څلورم لوبغاړی ظاهر خان دی چې د راجستان رائلز لوبډلې لخوا په ۴ ملیونه هندۍ کالدارې وپېرل شو، نوموړی څو ورځې وړاندې د خپلې لوبډلې سره په هند کې یوځای شوی دی.

لکه څرنګه چې د آی پي ایل مالکانو په تېر لسم پړاو کې د مخکښ افغان لوبغاړو وړتیا وکتله، په دې پړاو کې یې د اخیستلو پوره کوښښ وکړ، همدا لامل شو چې دوه نور سوکه توپ اچونکي يې هم له ځان سره یوځای کړل.

له بل اړخه افغان ولس چې له یو شمېر ستونزو سره مخ دی، بیا هم ددغې لوبو او د افغان لوبغاړو د شرکت لپاره خوښي څرګندوي، شاید همدا لامل وي چې هند هېواد د کرېکټ په برخه کې له افغانانو سره مرسته کوي، او یا هم افغان لوبغاړو ته د نورو لیګونو په پرتله ډېر د اهمیت په سترګه ګوري.

که څه هم په تېره نیږدې کې محمد نبي او راشد خان د نړۍ ستر او د استرالیا په بیګ بیش لیګ کې برخه اخیستې وه او ښه وځلېدل، خو د افغانانو هاغه مینه چې له آی پي ایل سره ده څرګنده نه شوه.

په دغو سیالیو کې به د افغانانو لپاره لومړی لوبه د مجیب ځدراڼ وي، دغه لوبه به د دهلي ډيرډیویلز په وړاندې په اتمه نېټه یعنې د راتلونکې یکشنبې په ورځ وي.

همدا ډول دویمه لوبه به د راشد خان او ظاهر خان لوبډلو ترمنځ په نهمه نېټه د دوشنبې په ورځ وي، د راجستان لوبډلې په خپله ټویټر پاڼه کاږلي چې، «د افغان زمري راشد خان او زمونږ سلطان ظاهر خان ترمنځ مقابله به په حیدر اباد کې ترسره کیږي، کتل یې مه هیروئ».

په افغانانو کې که د څلورو لوبغاړو پرتله له یوه بل سره وشي، خو د پنجاب لوبډله له بل هر چا څخه مجیب ځدراڼ ته ډېره خوشاله ده، ځکه چې مجیب په تېره نیږدې کې یو شمېر لاسته راوړنې لري او نړیوال ریکارډونه یې جوړ کړل.

دغې لوبډلې د مجیب ځدراڼ هره بریا او ځلیدونکي لوبه په ډېر فخر پخپله فیسبوکپاڼه، ټويټر او انسټګرام وستایله او دده لپاره یې نوره هم خوښي څرګنده کړله.

همدا ډول د سنرایزز لوبډلې پخپله فیسبوکپاڼه او انسټګرام د راشد خان په اړه لیکلي و چې، سوکه توپ اچونکی راشد خان د خپلې جادو ښودلو لپاره لوبډلې سره یو ځای شو.

د یادونې وړ ده چې د هند تجارتي لیګ سیالۍ به درې ورځې وروسته د شنبې په ورځ په ممبۍ لوبغالي کې پېل شي، چې ټولې اته لوبډلې به په نهه لوبغالو کې شپيته لوبې ترسره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د