ارګ هم د دشت ارچي د پېښې په اړه د «حقیقت موندنې» پلاوی ټاکلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي د امنيت شورا د دفتر د سرمفتش جنرال خدایداد هزاره په مشرۍ يې د کندوز د بمبار د څېړلو په پلمه پلاوی ټاکلی دی.

د ارګ مطبوعاتي سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، دغه پلاوی چې د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د ځايي ادارې امنیتي کړۍ يې هم ملګرې دي، د دشت ارچي د بمبار په اړه تحقیقات کوي.

د ده په وينا دغه پلاوی به د دې بمباري په اړه له ولسي وګړو سره خبرې وکړې او د یوې اوونۍ په اوږدو کې به معلومات را ټول او له رسنیو سره شریک کړي.

هغه سره له دې چې د پېښې د لا جزیاتو د معلومولو لپاره د پلاوي د لېږلو خبر ورکوي، دعوه کوي چې دفاع وزارت باوري دی چې د وسله والو طالبانو پر غونډه يې برید کړی دی.

دغه بريد چې وړمه ورځ (دوشنبه) وشو، پکې ۱۵۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپيان دي.

ځينو روغتيايي سرچينو رسنیو ته ویلي چې ګڼو کورنیو ته يې د جسدونو پر ځای یوازې د غوښو ټوټې سپارلې دي.

تېره ورځ مشرانو جرګې هم وویل، چې دوی به د معلوماتو لپاره يو پلاوی لېږي او له معلوماتو وروسته به «مقصر» معلوموي.

بمبار د کندوز ولایت د دشت ارچې ولسوالۍ د دفتانو بازار ته څېرمه پر هغه مدرسه شوی دی، چې د حافظانو او مولويانو د فراغت غونډې په مناسبت پکې ديني علماء او د فارغېدونکو د کورنۍ غړي را ټول و.

حکومت دعوه کوي چې په بريد کې يې ان تاجکستاني وسله وال هم وژلي، د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ویلي بمبار يې ډېر دقیق کړی دی.

دې پېښې پر کندوز سربېره د هېواد په ګوټ ګوټ کې توند غبرګونونه را پارولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د