غزني؛ د وليعصر په نوم ښوونځی چې پر سر يې پوسته ښکاري

بې بې سي: افغان ځواکونو ښوونځيو کې پوستې جوړې کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۷ل): د افغان ځواکونو په تړاو تر دې وړاندې هم د عامه ځايونو څخه د سنګر په ډول د ګټه اخیستو له امله نیوکې شوې دي، خو بې بې سې په تازه راپور کې په ښوونځيو کې د پوستو جوړولو خبر ورکوي.

بې بې سي د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ د پوهنیز وضعیت په تړاو پخپل راپور کې هغه ښوونځي په ګوته کړي چې ملي اردو پکې سنګرونه جوړ کړي او د زده کوونکو پر مخ يې دروازې تړلې دي.

د سرچينې په وینا د مرکز ترینکوټ څنګ ته ښوونځی د افغانو عسکرو له لوري په مورچل بدل شوی او پر دې ښوونځي سربېره د ترینکوټ اړوند د سفید خار ښوونځی بله هغه ودانۍ ده، چې پر سر يې ملي بیرغ رپېږي او تر دېوالونو يې د وسلو خولې راوتلې دي.

بې بې سي د دې ښوونځي د یو ښوونکي محمد عیسی له خولې وايي، چې کله دا سیمې د طالبانو په لاس کې وي، ښوونځي يې فعال و، خو چې امنیتي ځواکونو ونیولې دوی پکې سنګرونه جوړ کړل.

د ولايتي شورا مشر امیرمحمد بارکزی هم د دې معلوماتو پخلی کوي او زیاتوي چې په ټول ترینکوټ کې یوازې څلور ښوونځي فعال دي.

د ګډ حکومت یوه مشر محمد اشرف غني روان کال د «پوهنې» کال نومولی او دعوه يې کړې چې په دې کال کې به ګڼ پوهنیز ګامونه پورته کړي.

پر روزګان سربېره د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګڼ ښوونځي، مدرسې او مسجدونه د ملي اردو او اربکیانو له لوري په پوستو بدل شوي دي.

د غزني ښار لوېدیځ ته د «وليعصر» په نامه هغه لېسه چې تر غرمې په کې هلکان او وروسته نجونې درس لولي، هم پر خپل بام د پولیسو د پوستې شاهده ده.

د لېسې مسوولین وايي چې څو ځلې يې خپل شکایتونه کړي دي چې ان د پولیسو له امله زده کوونکو ته تفریح هم نه شي ورکولی یوازې په ټولګيو کې يې بندې کړې وي، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی دی.

دا په داسې حال کې دی چې د امريکا په مشرۍ بهرنیان او د هغوی داخلي ملګري د پوهنې اوسنی وضعیت د یوې لاسته راوړنې په توګه یادوي.

یاده دې وي تېره میاشت د ماشومانو د حقونو یو نړیوال بنسټ هم پر ملګرو ملتونو غږ وکړ، چې افغان عسکر دې د بچه بازۍ او په جګړه کې له ماشومانو د ګټې اخیستنې له امله په تور لېست کې شامل کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د