سید اسحاق ګيلاني لويې څارنوالۍ ته ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۷ل): سید اسحاق ګیلاني د خپلو وروستیو څرګندونو له امله لويې څارنوالۍ ته معرفي شوی و، چې په ورتګ يې سمدستې ګواښ وکړ.

هغه د لويې څارنوالي په امنیتي برخه کې ګواښ وکړ، چې که لس دقیقې نور هم دلته پاتې شي، «ټول وطن به اور واخلي.»

نوموړي پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و، چې د افغانستان خاوره د پردیو له لوري د ځینو هېوادونو پر ضد استعمالېږي.

ملي امنیت ریاست دا څرګندونې د «ملي ارزښتونو» خلاف بللې وي او هغه يې لويې څارنوالۍ ته معرفي کړی و.

نوموړي په لویه څارنوالۍ کې شل دقیقې تېرې کړې او په بېرته راوتلو يې رسنیو ته وویل چې افغانستان باید د پردیو له لوري د نورو هېوادونو پر ضد استعمال نه شي.

هغه وویل چې امریکايي الوتکې له افغان خاورې د ځينو هېوادونو پر خاوره بریدونه کوي، چې هغوی يې له امریکا غچ نه شي اخیستلی او تاوان يې افغانانو ته رسېږي.

په ورته وخت کې د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي له سید اسحاق ګیلاني مننه کوي چې په وینا يې د دوی له ورغوښتلو سره سم لويې څارنوالۍ ته ورغی.

هغه وویل چې د سید اسحاق ګیلاني دوسیه دوام لري او د دوی څېړنې لا هم پای ته نه دي رسېدلې.

د لويې څارنوالۍ مخې ته د هغه ګڼ پلویان را ټول شوي و، چې په راوتلو يې خپل «پیر» بدرګه کړ.

تبصرې (3)

  • ښاغلی ګیلانی وویل چه ( که لس دقیقې نور هم دلته پاتی شی نو ټول وطن به اور واخلی).
    پیر ګیلانی باید دا تریخ حقیقت ومنی چه د نن ورځی اور د همدې انګریزی او روسی او امریکائي مزدورانو د وجود برکت!!! دی.
    افغانانو باید د شوروی له ماتی وروسته سمدلاسه ددې انګریزی کورنۍ ( ګیلانی) پښې او ځنګنونه هم ور مات کړی وای.

    • غ حضرت ته،
      دپير ګيلاني دکورني غړي ممکن مختلف نظريات ولري، اما څه چه سيداسحاق ګيلاني ويلي او وائي هغه ټول حقيقت لري. افغانان په خپله خاوره او فضاکنترول نلري ، نو امريکا چه څه غواړي هغه کوي او ددي ځخه حضرت خانه بايد چه سترګي پټي نکړي. هندوستان څه کوي چه په هر ولايت کي ئي قنسلګري خلاصي کړي دي، البته دخپل نفوذ او جاسوسي لپاره. د پاکستان حکومت په اوس وخت کي د افغانستان سره ددوښمني سياست غوره کړي او علت ئي همدغه د هند نفوذ دي په افغانستان کي. که لږڅه وړاندي فکر وکړو همدغه بد پاکستان وه چه دروسانو داشغال په وخت ئي ۵ مليونه افغانانو ته ځاي ورکړاو دمسلمانانوشاته ودريدل او په عيني وخت کي هند دکمونستانو ملاتړ وکړ. افغانان دپاکستان سره مشترک سرحد، مشترک ولسونه او مشترک مذهب لري. نو بايد چه افغانان د پاکستان د ولس سره دوښمني ونکړي.
      افغانان بايد چه خپله ځان دهر چا څخه وساتي. دا چه موږ په سياست کي ناکام پاتي يوه نو لازمه نه ده لکه ليوني سپي چه هر چاته خوله ورواچوه. هر انسان ازادي لري چه خپل نظر وړاندي کړي، هغه که دچا خوشيږي او که نه. نو دنظر په ورکولو سره نه بايد چه يوڅوک څارنوالي ته معرفي شي. بيا هم تکراروم چه ګيلاني صاحب
      رښتياويلي او بعضي کړي اوس کوشش کوي چه هغه ته يوه دسيسه جوړه کړي. په درناوي کاروان

  • Mr Issaq Gilani spoke his own mind, in democratic system people don't get indicted because of speaking his/her own mind. Afghanistan is being destroyed by indigenous Afghan communists and USSR. I remember Late Pir Gilani was helping Afghan refugees in Peshawar in every thing.