
د صدام حسين لور په عراق کې د اسلامي دولت ملاتړ اعلان کړ
نن ټکی اسيا: د عربي رسنيو له قوله د عراق پخواني واکمن صدام حسين لور “رغد صدام” د سعودي عربستان او قطر هيوادنو څخه د اسلامي دولت د ملاتړ په اړه مننه کړې او اعلان يې وکړ، چې ډېر ژر به داسلامي دولت سره يو ځای د عراقي حکومت پر خلاف جګړې ته مټې راونغاړي.
د اغلې رغد له قوله نوموړې به لومړۍ ښځه وي، چې د عراقي پوځ پر خلاف د داسلامي دولت تر څنګ جنګيږي.
د يادونې وړ ده، چې دولة العراق والشام، چې لنډيز يې د هغوی دمخالفینو له لوري”داعش” ایښودل شوی، په دې وروستيو وروځو کې د عراقي پوځ پر خلاف سخته خونړۍ جګړه پیل کړې او تر اوسه يې د عراق الانبار، موصل، صلاح الدين، العباسية، الصينية تکريت او ګڼې نورې سيمې نيولي دي.
تکريت ولايت د صدام حسين پلرنی ټاټوبی دی، چې ډېری اوسيدونکي يې سنيان دي.
۲۰۰۳ م کال کې کله چې امريکايانو د صدام حکومت نسکور کړ، رغد صدام له عراقه هجرت وکړ او تر دې وخته په اردن کې ژوند کوي.