fbpx

ویسا: ارګ باید د کندوز پر پېښه بښنه غوښتې وای

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۷ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼه ویسا، د کندوز د وروستۍ بمبارۍ په اړه لیکنه کړې او پر ارګ يې غږ کړی چې له امله يې باید بښنه غوښتې وای.

د سرچينې په قول دا ډول بریدونه هیڅ توجیه کېدلی نه شي او نه يې باید د توجیه کولو هڅه وشي.

وړمه ورځ د کندوز په دشت ارچي کې د دستاربندۍ پر مراسمو بمبارۍ کې ۱۵۰ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

ویسا د حکومت له لوري دا ډول برید د حکومت د ګوښه توب او د ولس له لوري رټل کېدو او شړل کېدو له امله بولي.

«حكومت چې د هېواد په شمال كې په يوه كلي كې جومات بمباردوي، دا يې د دې ثبوت دى چې په دې كلي او ولس كې دوى ځاى نه لري، حاكميت نه لري. دغسې له ولسه رټل شوي چارواكي او حكومت به يوازې د پرديو تر سيوري لاندې د ټوپك په زور پر ولس څومره خپل زور وچلوي؟»

ورځپاڼه د حکومت له لوري دا دعوه چې ګواکې په جلسه کې د وسله والو طالبانو غړي یا مشران موجود و، کمزورې پلمه بولي او په وینا يې «د بمبارۍ معنا دا ده چې بريدګرو ته ټول عام ولس او طالبان هدف دي.»

ویسا لیکي حکومت دا جرئت ونه کړ چې د پېښې بښنه وغواړي، بلکې برعکس يې د توجیه کولو هڅه وکړه، چې د مقالې د لیکوال په وینا دا ثابتوي چې حکومت له خپل ولس سره په جګړه بوخت دی.

«دفاع وزارت او ارګ بايد په داسې پېښو له ولس نه بښنه غوښتې واى، بايد د جنايت لاملين يې په سزا رسولي واى چې د ټپي او په ماتم كې ډوب ولس يو څه تسليت شوى واى، برعكس دوى دغه بريد توجيه كوي. دغه توجيه د عيني واقعيتونو په رڼا كې په دې معنا ده چې حكومت له خپل ولس سره په جګړه كې دى.»

دې برید د هېواد په ګوټ ګوټ کې توند غبرګونونه را وپارول چې پر کندوز سربېره په پکتیا کې هم خلک د حکومت پر ضد لاریون ته راووتل.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

د ویسا ورځپانی څخه په مننه ، چه خپل رسالت یی تر یوی کچی ترسره کړی مګر د کابل د غلامی اداری او ددی هیواد د اشغال په اړه یی معلومات کی او که بله کومه ستونزه وه ، دا چه دومره یی لیکلی هم د نورو هغو رسنیو په کچه [چه چوبه خوله او یا لا د کابل د غلامانو او بادارانو شعارونه زمزمه کوی ] د ستاینی او مننی وړ دی دا چه د کابل اداره ولی پخښنه نه غواړی او تر بخښنی هم هغه خوا د دشمنیو خبره کوی او په دغه شرمیدلی عمل ویاړنه هم کوی… نور لوستل »