افغانستان

پکتیا: د دشت ارچې د بمبار په غبرګون کې لاریون وشو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۷ل): د پکتیا په مرکز ګردېز کې لسګونو تنو په کندوز کې د شوې بمبارۍ په غبرګون کې لاریون وکړ.

دوی چې له ځانونو سره د ټرمپ چليپا شوی تصویر او ځينې شعارونه لېږدول له افغانستانه د امریکایانو د وتلو غوښتنه کوله.

لاريون کوونکي چې د پوهنتون محصلین او عام ځوانان و، د امریکا او افغان حکومت پر ضد شعارونه ورکول.

دوی د دشت ارچي بمباري نه بښونکی جرم وګاڼه او پر امریکا يې غږ وکړ، چې له افغانستان پښې سپکې کړې.

د لاریون یو تن ګډونوال عبدالله له رسنیو سره پخپلو خبرو کې وویل، د امریکا او افغان حکومت له لوري په بمباريو کې ديني علما او ماشومان په نښه کېږي، چې نور د زغم وړ نه شي کېدلی.

د اسدالله په نوم یو بل تن وویل، حکومت باید د دا ډول پېښو مخه ونیسي او په وينا دا هیڅ افغان ته د منلو نه ده.

تېره دوشنبه په دشت ارچي کې د دستاربندۍ پر مراسمو بمبار کې شاوخوا ۳۵۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، چې توند غبرګونونه يې راوپارول.

ځينو سرچينو د افغان عسکرو له لوري د څو تنو لاریونوالو د زنداني کېدو خبر هم ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x