افغانستان

د کندوز استازی: د دشت ارچي بمبار د سولې خبرو د ځنډولو لپاره شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی کمال ساپی وايي، د دشت ارچي بمبار په ولایت کې د سولې د هڅو د له منځه وړلو لپاره شوی دی.

وړمه د دشت ارچي دفتاڼو بازار ته څېرمه د دستاربندۍ پر مراسمو برید کې شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شول.

له کابل نیوز سره په خبرو کې کمال ساپي وویل، د کندوز ځايي چارواکو د طالبانو له ځايي مشرانو سره ان د اوربند تر هوکړې رسېدلي و، خو دې بمبار يې مخه ونیوله.

هغه وویل په حکومت کې داسې کړۍ شته چې ان په یوه ولایت کې هم سوله نه غواړي، په ټول هېواد کې د سولې راوستل لرې خبره ده.

هغه وویل، طالبان هم اوربند ته قانع شوي و «خو د دولت دننه يو شمېر کړۍ شته، چې جګړه غواړي او د سولې مخه نيسي.»

دې پېښې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو توند غبرګونونه را وپارول، چې ارګ يې له خپلې دعوې سره سره پلاوي لېږلو ته اړ کړ.

ارګ سره له دې چې ټینګار کوي د دستاربندۍ په مراسمو نه؛ بلکې د طالبانو پر نظامي غونډه يې برید کړی، خو نن يې سیمې ته د پلاوي د لېږلو خبر ورکړ.

ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې دا بريد یو نه توجیه کېدونکی جرم ګڼلی او د پېښې د روښانتیا په پلمه دوی هم سیمې ته د «پلاوي» د لېږلو خبره وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x