
د فټبال نړیوال جام افتتاح – انځورونه
د فټبال نړیوال جام افتتاح نن پنجشنبه د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱:۴۵ دقیقې پیل شوه چې ۲۵ دقيقې يې دوام درلود.
تر افتتاح وروسته لومړنۍ سیالي نن د برازیل او کورشیا لوبډلو ته منځ ترسره شي. دا دوهم وار دی چې برازیل د فوټبال نړیوال جام کوربه کیږي. په ۱۹۵۰ز کال کې هم برازیل د نړیوال جام کوربه و.
د فوټبال نړیوال جام چې تر یوې میاشتې به روان وي، په کې ۳۲ لوبډلو برخه اخیستې، دوی په اتو ګروپونو ویشل شوي.
برازیل کې له تېر یو کال راهیسې د سختو مظاهرو له امله د فوټبال د ځینو لوبغالو کارونه لا تر ننه نه دي بشپړ شوي. دغه نړیوال جام برازیل ته په ډير لویه بیه پریوت او تر اوسه يې پرې ۱۱ میلیارده امریکايي ډالر مصرف کړی.