پاکستاني پوځي چارواکي وايي پر طالبانو هیڅ نفوذ نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۷ل): پاکستاني پوځي چارواکي وايي، پر طالبانو هیڅ نفوذ نه لري او دوی نه شي کولی د سولې خبرو ته يې اړ کړي.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال اصف غفور په یوه تلویزوني مرکه کې ويلي، د افغان سولې په برخه کې خپلې همکارۍ ته حاضر دي، خو پر طالبانو هیڅ ډول نفوذ نه لري.

هغه ټينګار وکړ، چې طالبان به په هیڅ ډول د پاکستان په غوښتنه د سولې خبرو ته حاضر نه شي.

که څه هم افغان چارواکي پرلپسې له پاکستان سره خبرې او د سولې په برخه کې مهمې بولي او ډاکټر غني د واک په لومړیو کې وویل، چې له طالبانو سره د سولې پر ځای باید له پاکستان سره سوله وشي چې طالبان پخپله سولې ته اړ شي، خو د شنونکو په باور دا ډول څرګندونې یوازې پاکستاني اړخ ته په لوی لاس امتیازات بښل دي.

طالبانو پخپلو اعلامیو کې د سولې د خبرو لپاره په قطر کې خپل دفتر یوازینی ادرس بللی دی.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالي الایس ویلز پاکستان ته د خپل سفر په پای کې ویلي، چې دغه هېواد د افغان سولې په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

د شنونکو په باور د امریکا له جنګي ستراتېژۍ سره، چې افغان ځواکونه يې ګام پر ګام تطبیقوي، یو ځای د سولې ځينې رسنیز شعارونه یوازې د غولولو لپاره ورکول کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د