تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې، د ګډ حکومت يو مشر، د رايې اچونې په مهال

ټیفا: لا هم ټاکنیز کمیسیونونه ګڼې ستونزې لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۷ل): د رڼو ټاکنو د څار بنسټ «ټیفا» وايي، ټاکنیز کمیسیونونه لا هم نه دي توانيدلي چې خپل داخلي تشکیلات بشپړ کړي.

د دې بنسټ مشر محمد نعيم ایوب زاده وايي، د ټاکنو پر وړاندې نا امني یو لوی ګواښ دی، خو پر دې سربېره د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپل کورني تشکیلات هم نه دي پوره کړي.

هغه له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د دارالانشاء رییس نه ګومارنه، په لسو ولایتونو کې د د ولایتي مسوولینو نه شتون او ځینې نورې تخنیکي ستونزې د نمونې په توګه یادې کړې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع هم د ځينو لویو ستونزو په اړه د هو سر ښوروي.

هغه وايي نا امني، د تذکروېش او په ټاکنیزه پروسه کې د زورواکو مداخلې هغه څه دي چې د دوی پر وړاندې يې خنډونه پیدا کړي دي.

د هغه په خبره د رایو لپاره ۷۳۶۷ مرکزونه په پام کې نیول شوي او د ټاکنو ۲۱ میلیونه کارټونه يې لغوه کړي، چې باید نوي ووېشل شي.

ګلاجان بدیع څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د تلې میاشتې پر ۲۸مه به ټاکنې ترسره شي او ويې ویل چې د برېښنايي تذکرو له مخې به رایه ورکوونکي ثبت شي.

د برېښنايي تذکرو د وېش مسوولینو نږدې میاشت وړاندې د دې تذکرو دوېش په پلمه د بایومټریک پروسه پیل کړه، خو په ارګ کې د څو تنو له بایومټریک پرته يې تر اوسه کوم درک نه دی لګېدلی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مسوولینو د معلوماتو له مخې د پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره ۳۰ میلیونه ډالر لګښت په پام کې دی، چې ۱۰ سلنه يې افغان حکومت او ۹۰ سلنه يې مرستندویه هېوادونه پر غاړه لري.

د شنونکو په باور د شته ستونزو په پام کې نیولو سره ښايي ټاکنې پر دې اعلان شوې نېټه هم ترسره نه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د