افغانستان

پوليسو د دشت ارچي مظاهرين کندوز ښار ته نه دي پرېښي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۷ل) وړمه ورځ د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ په دفتاني کلي کې پر هاشميې مدرسې د خونړي بريد په غبرګون کې سلګونو کسانو نن لاريون وکړ او غوښتل يې، چې له خپلو نيوکو سره د کندوز مرکز ته ولاړ شي، خو دولتي عسکرو يې مخه نيولي او د کندوز ښار ته يې د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.
په دغه لاريون کې د وړمه ورځې د خونړۍ پېښې د قربانيانو کورنۍ او خپلوان وو او د لاريون ويناوالو رسنيو ته ويلي، چې عسکرو يې مخه نيولې او پر دوی يې ډزې کړي دي.
لاريونوالو ويلي، چې د عسکرو په ډزو کې څلور لاریونوال ټپيان شوي دي.
د کندوز امنيه قومندان عبدالحميد حميدي بيا ادعا کړې، چې د لاريونوالو په ډله ځينې وسله‌وال مخالفين هم وو، چې له امله يې دوی د کندوز ښار ته د دغه لاريونوالو د ننوتلو مخنیوی کړی دی.
د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ او دفاع وزارت لا هم ټينګار کوي، چې په دغه بريد کې د طالبانو مشران وژل شوي، خو د کندوز ولايتي شورا، د ملي شورا وکيلانو، ژورناليستانو، د ملکي وګړو د خونديتو او عدالت غوښتنې ګروپ سربېره ډېری رسنيو د ځايي خلکو له خولې ليکلي، چې په دغه برید کې ملکي خلک وژل شوي، چې قاطع اکثريت يې ماشومان دي.
که څه هم تر اوسه د هاشميې مدرسې د ستاربندۍ پر مراسمو هوايي بريد کې د وژل شوو او ټپيانو کره شمېر لا هم نه دی روښانه، خو يو شمېر رسنيو ويلي، چې په دغه بريد کې لږ تر لږه سل کسان وژل شوي او له دوو سوو زيات ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x