نظــر

دویم پړاو ټاکنې او اندېښمن ولس

کابل یو ځل بیا د وېرې، ترهې، اندېښنې او نهیلۍ بڼه ځان ته غوره کړې ده. یو ځل بیا د کابل پر هر سړک، یو ځای نه، څو څو ځایه د پولیسو تالاشۍ لګېدلي دي. کابل بیا د ډرامې د بل رونډ پیغام ورکوي. د کابل طبیعت که څه هم دا ورځې ډېر مست، ډېر تر و تازه دی، خو سیاسي دلالانو د کابل دا مستي، دا طراوت او دا رنګارنګي پر کابلیانو ونه لورېده. سیاسي دلالان د خپلو بهرنیو حکمرانو په اشاره، د ډرامې بل روانډ کې لوبېږي. بل رونډ، ولس ته نورې اندېښنې راپارولي دي. دومره د ژوند سختي، دومره تنګسي، دومره پولیسي سخته تالاشي…ایا دا ټول په دې ارزي؟ ایا دویم رونډ ټاکنې به د ولس برخلیک کې مثبت بدلون راوستلای شي؟

دا هغې پوښتنې دي، چې هر سهار زما په ګډون د هر کابلي پر ذهن راګرځي. تلویزیونونه تېرې ټاکنې د «حمل حماسه» ګڼي! ولس پراډوکس سره مخ دی، چې که «حماسې» داسې وي، نو دا خو د حماسې د کلمې رنګه بدوي. که حماسه د ولس پر برخلیک د ځان او د خپلو ګوندي بړېڅو په ګټه لوبې وې، نو ولس درې لسیزې داسې حماسې! بې شمېره ځلې تکرار کړې. له دغسې مطبوعاتي حماسو! زړه تورن دی. نور داسې حماسې! نه غواړي، چې د پردیو په خوښه او هڅونه دې د ولس یوه برخه یوې لوبې ته ورګډه شي او بیا دې حماسه ونومول شي!

زه چې دا څو ورځې د کابل بڼې ته ګورم، سیاست ځپلی، کمپاین ځپلی، دسیسه داړلی او شعار وهلی برېښي. ولس نو بیا ولې ستاسو پر شعارونو وغولېږي. تاسې خو هر یو ازمویل شوي یاست، تر څو به مو ازمویي!

که دا ټاکنې ریښتیا هم شفافې، بې پرې، رڼې او عادلانه وي، نو خیر، موږ دا بې شمېره تالاشۍ، دا پلټنې، دا کتنې..دا هر څه به مو زغمل. خو مونږ پدې بدرنګه ډیموکراسۍ کې څو ځلې د ټاکنو په نامه ډرامې تجربه کړې، له ټاکنو وروسته بیا هم زوړ ملا او زړې تراوې وې. اوس چې د زاړه ملا دوره ختمه ده، نو دې ملا خپل تابع چڼي راوړاندې کړي، بلکې خپل چڼي يې په دواړو ټیمونو کې ځای پر ځای کړي دي. ولس ښه پوهېږي، چې له زاړه ملا بهتره ولاکه څوک وویني، نو بیا ولې د ټاکنې پر ورځ بې شمېره امنیتي ننګونې پر ځانه ومني. ولې خپل نازولي د داسې کرغېړنې لوبې لوبغالي ته چې له هرې خوا تهدیدېږي، وردننه کړي.

تر ننه، چې د ټاکنیزو کمپاینونو وروستۍ ورځ وه، سیاسي دلالان له دواړو ټیمونو سره شول. هر یوه خپله خپله معامله وکړه او سبا بیا د بریالي نوماند صیب لورېينې په تمه د خیر پر غونډۍ کېني. پرون یوه بل یهودی باله، کاپر یې باله، بې دینه یې باله…ځان يې مجاهد، مسلمان، د اسلامي نظام تاسیسونکی باله…نن د هماغه –د هغه په خوله- یهودي او کاپر خواته ورغړېد…نن یې خپلې ټولې خبرې، شعارونه، ژمنې او هر څه هېر کړل.

ولس نور کافي سیاسي شوی. ولس نور د خپل برخلیک پر لور د ښې پرېکړې جوګه دی. ولس بیا نه غولېږي، بیا نه خوشباوره کېږي. ولس نور عملي ژمنې غواړي، عملي خبرې غواړي، بلکې عمل غواړي. د سولې په لور، د خپلواکۍ په لور، د یوې ښې راتلونکي په لور، د یوې داسې ایندې په لور چې هلته نور پخواني سیاسي دلالان نه وي، هلته نور جنګسالاران نه وي، هلته نور قاتلان او جنګي جنایتکاران نه وي. هلته د یوه افغان په مشرۍ، د یوه خپلواک او یوه متعهد او متخصص مشر واکمني وي…افغان نور دغسې یو راتلونکی غواړي.

درنښت

داکتر کمال مرجان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x