نړۍ

دوه اونۍ وروسته په سعودي کې لومړۍ سینما پرانیستل کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶وری، ۱۳۹۷ل): د سعودي رسنیو ویلي چې په دغه هیواد کې به د روانې میلادي میاشتي مارچ پر ۱۸مه نیټه لومړۍ سینما د مینه والو پر مخ پرانیستل شي او زیاته کړې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۴۰ نورو سینماګانو د پرانیستلو قرارداد شوی دی.

د سعودي رسمي خبري اژانس ویلي چې د دغه هیواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د امریکې یوې کمپنۍ «أي.إم.سي» ته د سینما پرانیستلو لیسنس ورکړی دی. دغه شرکت د امریکا او نړۍ په سطحه د سینماګانو د چلولو لوی شرکت بلل کیږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر «عواد بن صالح العواد» په دغه مناسبت د سعودي خبري اژانس ته ویلي چې د سینما لیسنس ورکول د سینمايي شرکتونو لپاره د پانګي اچونې یو مهم فرصت دی، او زیاته یې کړه، د سعودي اکثریت اوسیدونکي تر ۳۰ کلنۍ کښته عمر لرونکي دي، ځکه نو دوی به خپل د خوښي فیلمونه په خپل هیواد کې ډېر په شوق سره وګوري.

همدې رسمي اژانس خبر ورکړی چې د «ترفیه» په نامه نوي دولتي ادارې د یادې امریکايي کمپنۍ سره د ۳۰ څخه تر ۴۰ سینماو د پرانیستلو قرارداد امضا کړی چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به په ۱۵ ښارونو کې سینماوي خلاصوي، چې دا شمېر به تر کال ۲۰۳۰ پوري د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ سینماوو پوري پورته کیږي.

سعودي له تیرو دریو لسیزو څخه پر سینماو بندیز لګولی وو خو د دغه هیواد نوي حکومت د تیرې میاشتي مارچ په لومړیو کې د سینماوو لپاره لومړۍ لایحه اعلان کړه او شرکتونو ته یې د لیسنس ورکولو په اړه امادګي وښودله.

باید وویل شي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په دوه اونیز رسمي سفر امریکې ته تللی چیري چې هغه د امریکايي جګپوړو چارواکو تر څنګ ددغه هیواد د سینما اړوند چارواکو او ډیزني لینډ د چارواکو سره لیدلي دي.
د سعودي د فرهنګي چارو عمومي ادارې په تېره میاشت مارچ کې د لومړي ځل لپاره د فیلم جوړونې شورا هم جوړه کړه چې د فیلم جوړونې په صنعت کې به یو متخصص جهت وي او یو له اهدافو څخه یې د فیلم جوړونې په صنعت کې سعودي لوړو درجو ته رسول او د فرانسې په کان ښار کې نندارتون ته د سعودي جوړ فیلمونه وړاندي کول دي.

سرچینه: الجزیره او رسنۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

د سعودی آخره خاتمه لکه چی الله خرابه کړی الله دی دا ناوړه واکداران د سعودی وشرموی لکه چی شرمیدلی دی یو سعودی پاتی وه چی اسلامی شریعت پکی نافذ وه خو اوس ښکاری چی الله دا هیواد هم بربادیته نیږدی کړی ده یا الله ته په مسلمانانو باندی رحم وکړی.

غ.حضرت

زه فکر نکوم چه په سعودی کی اسلامی قوانین نافذ وه. کوم اسلامی قانون؟ نبی علیه السلام د خلقت یو شهکار ؤ او دی، د کونینو سردار دی، د اذان په اورېدو ئې مؤمنین له خواږه خوبه راپاڅی.دا د آسمان ستر سفیر په مځکه کی او د مځکی ستر سفیر په آسمان کی چه به کله د خلګو په منځ کی ؤ د یو عادی او خاکسار او متواضع انسان پتوګه به ئې د خدای د بندګانو سره چلند درلود خو د سعودی حاکمان او مُلایان وګوره چه فرعون غوندی د تکبر او غرور او جاه و جلال په شرابو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x