
د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې څلور امریکايي عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶وری، ۱۳۹۷ل): د امریکا د کالیفورنیا ایالت په جنوبي برخه کې د مکسیکو پر سرحد د امریکايي سمندري ځواکونو «مارینز» یوه چورلکه غورځېدلې چې له امله یې د پوځي چارواکو په وینا ۴ مارینز عسکر وژل شوي دي.
تر اوسه د چورلکې د غورځېد اصل علت نه دی په ډاګه شوی خو د امریکايي رسنیو د راپورونو سره سم په دې اړه پلټنې رواني دي.
د چورلکې نوعیت «CH-53E Super Stallion helicopter» ښودل شوی چې د امریکا د سمندري ځواکونو د دریم هوايي ټولۍ مربوط وه او د پلاسټر سیټي ښار ته نیژدې پر دوه نیمې بجې را غورځېدلې ده.
تر اوسه د وژل شویو کسانو هویتونه هم نه دي څرګند شوي او د پوځ په وینا تر ۲۴ ساعتونو پوري به د هغوی هویت پټ وساتل شي.
باید وویل شي چې تېر کال ۲۰۱۷ په جولايي میاشت کې هم د مارینز ځواکونو یوه الوتکه د میسي سیپي په ایالت کې را غورځېدلې وه چې له امله یې ۱۶ تنه وژل شوي وه، اوسنۍ پېښه له هغه راهیسي د مارینز لپاره تر ټولو خونړۍ وه.
ویل کیږي چې را غورځېدلې چورلکه د امریکا د مارینز یوه له غټو چورلکو څخه شمېرل کیږي چې د وچې څخه سمندر ته درنې وسلې او نور دروند او غټ سامان آلاتو تر څنګ پوځیان هم انتقالوي.