fbpx

کرېکټ: راتلونکی اسیایي جام په سرېلنکا کې ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۷ل): د اسیایي هېوادونو کرېکټ جام به د هندوستان پر ځای روان کال سپتمبر میاشت کې په سرېلنکا هېواد کې ترسره کیږي.

د معلوماتو له مخې اټکل کېده چې د اسیا جام څوارلسم پړاو به په هند هېواد کې ترسره کیږي، خو د پاکستان او هند ترمنځ د یو شمېر کړکیچونو له کبله اوس نوې پریکړه وشوه چې دغه سیالۍ به په سرېلنکا هېواد کې ترسره کیږي.

د هندوستان کرکټ بورډ (BCCI) د کرېکټ نړیوالې شورا ته پخوا خبر ورکړی و چې دوی د پاکستان په شتون کې د ۲۰۱۸ کال اسیا جام سیالیو کوربه توب نه کوي، همدا ډول هند لوبډلې د پاکستان له کبله د ۱۹ کلنو ځوانانو اسیا جام سیالیو کوربه توب څخه هم انکار کړی و.

د اسیا جام سیالۍ کې به افغان ملي لوبډله په لومړي ځل بې له کوم غوراوي سیالیو کولو نه برخه اخلي، خو له نورو اسیایي هېوادونو لکه متحده عربي امارات، هانک کانګ، مالیزیا، عمان، سینګاپور او نیپال څخه به یوه لوبډله د غوراوي سیالیو له لارې په دغه جام کې برخه اخلي.

ددې لپاره به د اسیا جام څخه وړاندې لومړی ددغې دویمې درجې شپږ لوبډلو ترمنځ په هند هېواد کې غوراوي سیالۍ ترسره کیږي، چې اول مقام وړونکې لوبډله به یې اسیا جام ته لار موندي.

په اسیا جام سیالیو کې شپږ لوبډلې شرکت کوي، چې په لاندې ډول دي:

هندوستان، پاکستان، افغانستان، سرېلنکا، بنګلدیش او یوه لوبډله به له غوراوي سیالیو څخه غوره کیږي، چې ټاکلی شوې ده د سپتمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه به د سرېلنکا په کولمبو لوبغالي کې پېل شي.

د یادونې وړ ده چې د اسیا جام سیالۍ پخوا یو ورځینۍ چې تېر ۲۰۱۶م کال کې په شل اوریزو فارمیټ او اوس یو ځل بیا پنځوس اوریزو فارمیټ ته بدلې شوې، په دې کې د هندوستان لوبډلې تر دې دمه تر ټولو زیات د اسیا جام اتلولي ګټلې ده، ۵ ځل یې پنځوس اوریزو اسیا جام او یو ځل یې شل اوریزو اسیایي جام چې په ۲۰۱۶م کال کې ترسره شو ګټلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د