د کریلو تریخوالی څنګه کم کړو؟ څلور اسانه نسخې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۷ل): کرېلې په جنوبي اسیا کې ډیره کاروونکي ترکاري ده، د ګرمۍ په موسم کې یې استعمال ډير وي، چې پخپل تریخوالي ځانګړی شهرت هم لري.

کریله د دومره تریخوالي سره یو شمېر طبي ګټې هم لري، د یو شمېر ویټامینونو او منرالونو په لرلو سره د شکر ناروغۍ مخنیوی هم کوي، ددې جوس څکل که څه هم له عامو کریلو څخه تریخ وي خو ګټې یې بې شمېره دي.

په عمومي ډول دا داسې ترکاري ده که پخه هم شي د خوړلو پر وخت یو ډول تریخ خوند کوي چې د همدې تریخوالي له امله يې ځينې خلک نه خوښوي.

دلته داسې نسخې درښایو چې په واسطه یې کولای شئ د کریلې تریخوالی یو څه اندازه راکم کړئ.

په عام ډول ددې تریخوالي کمولو لپاره کریلې څو څو ځل وینځل کیږي، چې یو څه اندازه یې تریخوالی راکم شي خو بیا هم ختمیږي نه، همدا ډول د تریخوالي له کبله یا په قیمه او یا هم الوګان ورسره ګډول کیږي.

څنګه یې تریخوالی کم کړو؟

لومړی: د کریلې پاسه خوا وړه څنډه کټ کړئ، بیا هماغه وړه څنډه د کریلې غټې څنډې سره وسولوئ، او تر دې اندازې يې وسولوئ چې هواره شي (دغه کار اکثره د بادرنګ تریخوالي کمولو لپاره هم ترسره کیږي)، په دې سره به یو څه اندازه د کریلې تریخوالی راکم شي.

دویم: له پورتني کار سرته رسولو نه وروسته مو چې د پخلي لپاره کریلې کټ کولې، زړي «دانې» يې ترې وباسئ او د دانو لاندې برخه یې په چاقو پاکه کړئ، په دې سره به یې نوره اندازه تریخوالی هم کم شي.

درېیم: له مالګې ګټه پورته کړئ، ددې پورتني دریواړو لارو سرته رسولو نه وروسته په کریلو ماګله واچوئ او ښه یې ګډه کړئ، له شلو څخه تر دیرشو دقیقو انتظار وباسئ، بیا یې پریمنځئ او په سمه توګه ترې اوبه وباسئ او پخلي ته یې واچوئ. که چیرې دغه عمل د پورتنې عمل کولو نه پرته هم ترسره کړئ ګټه کوي.

څلورم: له مستو څخه ګټه واخلئ، د کریلو د تریخوالي کمولو لپاره بله نسخه د مستو استعمال دی، که مو د کریلو تریخوالی ډېر تنګوي نو کریلې میده کړئ او په پیکه مستو کې یې د یو ساعت لپاره کیږدئ، له هغې وروسته یې پخې کړئ.

د یادونې وړ ده چې کریلې یو شمېر ګټې هم لري، په ځانګړي ډول د شکر ناروغۍ کمولو کې ډيره مرسته کوي، همدا ډول وزن کموي، قبضیت ختموي او د بدن دفاعي نظام غښتلی کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د