
د کندوز آهونه!
نظام کندهاری
ټکور کړه په خپل رحم پرهرونه د کندوز
څښتنه ته خو اورې فريادونه د کندوز
محفل د خوشحالۍ يې په ماتم باندې بدل شو
په وينو لمبېدل چې سپين ګلونه د کندوز
وحشت يې چې غوټۍ د هيلو وسوې په لمبو کې
شول خاورو سره خاورې ارمانونه د کندوز
نارې چې د بشر او د حقوقو وهي څه شول؟
نن ولي څوک نه اوري آوازونه د کندوز؟
خونخوار جهان زمونږ له ګرمو وينو هم خوند اخلي
له چا سره شريک کړمه دردونه د کندوز؟
باران د تړمو اوښکو پر ګرېوان يې راووريږي
نظام چې اورېدلي دي آهونه د کندوز