نړۍ

عمران خان: پر وزيرستان پوځي عمليات ځان وژنه ده

نن ټکی اسيا: د پاکستان تحريک انصاف مشر او خيبر پښتونخوا کې د ايتلافي حکومت لارښود عمران خان ويلي، چې شمالي وزيرستان په اړه دې د ټول ګونديز کنفرانس په پريکړو عمل وشي او په هر صورت چې ممکن وي د پوځي عملياتو مخه ونيول شي.

عمران خان پر امريکا نيوکه وکړه، چې خپلې مرستې يې پر شمالي وزيرستان تر پوځي عملياتو مشروط کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د طالبانو ستره ډله اوس هم د خبرو اترو پلوي کوي، مګر امريکا غواړي مرکزي حکومت ته رشوت ورکړي او وزيرستان کې عمليات پيل کړي. عمران وايي، که پر وزيرستان پوځي عمليات پیل شي، نو هغه طالبان به هم د رياست پر خلاف ټوپک راواخلي، چې کوم اوس حکومت سره خبرو اترو ته چمتو دي.

عمران خان د پوځي عملياتو په اړه د امريکا ټولې غوښتنې رد کړې او زياته يې کړه، چې امريکا پاکستاني طالبان او رياست سره جنګول غواړي.

عمران وايي، چې د پوځي عملياتو په صورت کې به لږ تر لږه شپيته لکه خلک بې کوره شي.

عمران خان ټينګار وکړ، چې هغه د پاکستاني طالبانو هغه ډلې، چې مذاکرات غواړي، بايد له جګړه غوښتونکو جلا او امنيت یې ډاډمن شي.
د عمران خان له قوله، پر وزيرستان پوځي عمليات د رياست لپاره ځان وژنه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x