کندوز؛ دشت ارچي کې د افغان ځواکونو بمبارۍ کې وژل شوي ماشومان

د حافظ جان دمورکۍ ارمان

لیکنه: عبدالجلیل

له ډیره وخته مي دحضرت مریم -ع-دمور په څېر په زړه کې دا ارمان ؤ چې الله تعالی مي دیو داسي بچي مور کړي، چې دالله تعالی دستر کتاب حافظ، عالم، مجاهد اوددین خادم ځیني جوړشي. چي یو شپه مي داسمان دښکلو ستورو ننداره کوله چې یو ناڅاپه مي په یو روڼ ستوري نظر ولګید، زړه ته مي راتېره شوه چې کیدای شي داهغه زما هیله او ارمان وي… همداسي وشول!!! څو ورځي وروسته مي دماشومانو پلار خبرکړ، چې ان شاءالله زموږ دامید غوټۍ په سپړېدو ده. شپې او ورځي تیریدلې کله چې وخت پوره شو، ستر څښتن -جل جلاله- دیو داسي بچي مور کړم چې کټ مټ زما دهغه ستوري تصور ؤ. په ټول کورکې خوښي اوخوشحالي خپره شوه، دماشوم پلار چې کله خبر شو نو دالله تعالی ددغه ستر نعمت شکریه یې اداء کړه اوهوډ یې وکړ چې دغه الٰهي ورکړه اولورونه به ددین دخدمت لپاره وقف اوترې قربانوي، چې په لمړۍ ورځ یې په غوږ کې دآذان په ورکولو سره له الـٰهي احکامو، الـٰهې میني او په دین باندي له قربانۍ څخه خبرکړ. او تفاولاً یې دبلال نوم ورته غوره کړ. بلال جان دنورو عادي ماشومانو په څېر نه ؤ، بلال جان به په وړکتوب کې همیشه مسکی ؤ، اوپه ماشوم والي کي یې په ټنډه دپوهي، ځیرکتیا، فداکاري اوشهادت نښې له ورایه ښکاره کیدلې. دبلال جان دپلار به هم تل داخبره په خوله وه چې بلال جان به مدرسې ته لیږم چې ددین پالونکی ځیني جوړ شي. هوکي!!!! رښتیا هم چې “تقدیر په تدبیر پسي خاندي” اوهغه به کیږي څه چې الله تعالی غواړي. کله چې بلال دمدرسې شو لاخو ماشوم ؤ چې پلار یې دهوډ سره سم دحفظ مدرسې ته وه استاؤ، څرنګه چې بلال ډېر ذهین اوځیرک ؤ نو په ډیره لیږه موده کې اللّٰه تعالی له دغه ستر نعمت څخه برخمند کړ. او دڅښتن تعالی عظیم کتاب ته یې خپله سینه لوح محفوظ کړله، اودغه هیله موهم الله (جل جلاله) راپوره کړله.

غـــوټۍ وه، وســپړیده، ګــل شوه، ماشوم شو، بـــلال شو او آن چې حافظ شو!!!! نن نو هغه ورځ را ورسیده چې دڅښتن تعالی ددغو ټولو لورونو شکریه په خوښي او خوشحالۍ سره ولمانځو، دجلسې ورځ شوه، په ټول کاله کې هره خوا دخوښۍڅپې خپرې وي بلال او دهغه پلار هم خوشحاله ول خوافسوس!!!!!!

بلال جان، دهغه پلار او نور خپلوان دجلسې په لور رخصت شول او موږ دکورنۍ ټول غړي ددوی دراتګ زېرمه باسو، چې ناڅاپه مي یو دروند او زړه بوږنونکی اواز تر غوږو شو له ځان سره مي وویل: چې خدایه! بیا دچامور بوره شوه، له لیږ څه انتظار وروسته دبلال جان پلار دخوشحالۍ دآت رنګ(نکریځو) په ځای لاسونه په وینو سره ؤ او راته وه یې ویل: چې دنړۍ خونخورانو، انسان شکله ځناورو، اودهغوئ لاس پوڅو غلامانو، هغه ستا دزړه ګل شوي غوټۍ ورژوله اودبلال جان دحفظ دفراغت سپین دستار دژوند دفراغت په سره دستار بدله شوه. اخ!!!!!!!!!! او زموږ هغه هیلې په ناهلیو او امیدونه په نا امیدونو بدل شول. او زموږ هغه ارمانونه نــیمګړي پاته شول. ای اللّٰه! څرنګه چې دي زموږ اولنی ارمان را پوره کړ کاش!!!!!!!! چې دغه ارمانونه دي نور هم را پوره کړي وای او زموږ دغه ګل شوي غوټۍ دي ژر نه وای رژولي. خو خیر چې ستا امر وي زموږ قبول ده. یا الله! ته صبـــر او ستا رضا راته نصیب کړي. آمین.

لیکوال: یا اللّٰه! ته ددغه معصومو حافظانو دوینو په برکت دبلال جان مور او دټولو شهیدانو میندو ته صبر جمیل ورپه نصیب کړي، ای اللّٰه! ته ددغه معصومو وینو انتقام له دغو ظالیمانو څخه واخلي. ای اللّٰه ته رحم وکړي. آمین.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

غيرتيانو ځانونه مه خلاصوي څومره چي حکومت مسول دي همدغومره د پنجاب ګوډاګيان هم مسول دي .

نورالدین
میلمه
نورالدین

دا افغان نوم لہ ځانہ لیری کړ‎ہ

اچکزی
میلمه
اچکزی

دپنجابیانو ګوډاګیان او د امریکایانو ګوډاګیان دواړه یوشیئ دی یعني پک بې کولمو او ډبل اودلا ، هم دامریکایانو چاپړوسان دي اوهم د امریکایانو ، نن یې پنجابیانو په کونړ څومره بمبارونه کړي خو بیاهم دوی به کابل کې د ښه راغلاست غونډه ترتیبوي ، رب دي تباه کړه په دې ښه فکر په ځان دي نوم هم افغان ایښی په داسي افغان دي لعنت وي چې هرڅه په پنجابیانو پوري تپي، او مجاهدین په پنجاب پوري تړي