کندوزه/ رحمت الله منیب

کندوزه وې در کې چینې د علم
لاړې له تا نه سرچینې د علم

له جهـالت نن د خلاصون په تمه
وې خورې شوې دایرې د علم

دې مقدس دغه سپېڅلې کار تـه
راغلې ډېرې وې چهرې د علم

په توره شپه لکه ځلانده ستوري
رڼاوي هر ځای وې خورې د علم

هر نابنا نه سترګور جوړوي
نشته هیڅ لوري کې تیارې د علم

سپیني پګړۍ ته د تړلو په نیت
پوره شوې نن وې ارادې د علم

بیا به یې څوک ور ته جواب وایي چې
رب ته خونابه شي حجرې د علم

دغه قرآن که رب ته وژړل نړ
څوک به جړاب کړي دا ګیلې د علم

نن یې غوټیو سره ګلونه سپړل
خو وینې ولاړې لع سینې د علم

هره خبر یې ملغلزې غوندې
چا چې لیدلې سردرې د علم

په کلمود ذکر نه مړېږي
چا چې پېیلې وي تسبې د علم

د ژوندانه پاڼي یې ورژوې
چې نړوي څوک منارې د علم

منیبه وایمه بس وایمه چې
رب دي سمسوري کړې باغچې د علم

04/04/2018

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د