نړۍ

د اسلامي دولت ځواکونه د پلازمېنې بغداد پر لور

نن ټکی اسيا: عراق کې د عراق او شام اسلامي دولت “داعش” ځواکونه د پلازمېنې بغداد پر لور روان دي.

د داعش او عراقي پوځيانو ترمنځ د څو ورځو پرله پسې جګړو او د اسلامي دولت له برياوو وروسته عراقي ځواکونه پر شا روان دي او داعش ځواکونو ته امر شوی، چې د پلازمېنې بغداد پر لور حرکت وکړي.

د داعش وياند ابو محمد العدناني په يو بريښنايي پيغام کې خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې د بغداد پر لور حرکت وکړي. داعش ځواکونو له څو ورځې پرله پسې جګړو وروسته د عراق الانبار، موصل، تکريت، الصینيه، العباسيه، صلاحد الدين او ګڼ شمېر نورې سيمې له عراقي پوځيانو نيولي دي.

د عربي رسنيو له قوله داعش ځواکونو د بغداد اتيا کلومترۍ کې دهليه او معتصم سيمې نيولي او اوس نوموړو ځواکونو ته امر شوی، چې تر پلازمينې بغداده ځان ورسوي.

داعش ايراني سرحد ته ۱۸۰ کلومترۍ کې
تازه راپورونه وايي، چې د داعش ځواکونه د ايران سرحد ۱۸۰ کلومترۍ ته رسيدلي او د ايران حکومت او ولس د داعش له پرمختګونو ډېر انديښمن دي.
د فارس نيوز له قوله د ايران امنيت شورا د داعش د پرمختګونو او د ايران د انديښنې په اړه بيړنۍ غونډه راغوښتې ده.
د نوموړې غونډې تفصيلي اجنډا نه څرګنده شوې، مګر دومره ويل شوي، چې نوموړې غونډه کې به عراق کې د داعش پر پرمختګونو خبرې اترې کيږي.
خبرونه وايي، چې ايراني ولس هم د داعش د پرمختګونو له امله سخت انديښمن دی او دا ويره لري، چې داعش ځواکونه د ايران خاورې ته داخل نشي.
ايرانيان عراق ته له سفر کولو منع شوي
د ايران توريزم او سياحت وزارت اعلان کړی، چې ايراني اتباع دې عراق ته سفر نه کوي او کوم ايرانيان، چې عراق کې زيارتونو او خپلو خپلوانو د ليدو لپاره تللي، بايد ژر تر ژره عراق پريږدي.
پرون چهار شنبه ايراني چارواکو اعلان وکړ، چې عراق سره پر۲۲۰ کلومتر اوږدې پولې يې سرحدي ځواکونه او پوځ اچولی، تر څو د اسلامي دولت د ځواکونو د مداخلې مخه ونيسي.
ايران او امريکا اعلان کړی، چې د اسلامي دولت ځواکونو د ځپلو لپاره به د عراقي حکومت مرسته وکړي او کوښښ به کوي، چې نيول شوې سيمې د اسلامي دولت له ځواکونو بېرته ونيسي.
امريکا دې پر داعش بمبار وکړي
يو شمېر سرچينې وايي، چې د عراق لومړي وزير نوري المالکي له امريکا غوښتنه کړې، چې پر داعش ځواکونو دې بمبار وکړي ترڅو د نوموړو ځواکونو د پر مختګ مخنيوی وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x