د ایل جي شرکت نوي ځیرک مبایل G7 لومړنۍ نښې افشا شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۷ل): د سویلي کوریا مشهور شرکت ایل جي LG په ۲۰۱۸م کال کې د نوي حیرانونکي ځیرک مبایل وړاندې کولو پلان لري.

د ایل جي کمپنۍ دغه مبایل به د جون په میاشت کې د مبایل په یوه نړیوال نندارتون کې نړۍ ته وړاندې شي، چې اوس یې له وخت وړاندې انځورونه او ويډيو افشا شوې ده.

پر ټویټر پاڼه د مبایل افشا کونکي Evan blass لخوا ویل شوي، چې ایل جي کمپنۍ ددغې مبایل نوم له ایل جي ۷ څخه LG7 ThinQ ته بدلول غواړي، چې د یوه راپور پر اساس تر ټولو بېخونده نوم بلل شوی.

ویډیو او انځورونو ته په کتلو سره ویل کیږي چې د ایل جي کمپنۍ په لومړي ځل د خپلو مینوالو حیرانولو ته په نویو ځانګړتیاو سمبال مبایل وړاندې کوي.

دغه مبایل د ایل جي نورو تېرو مبایلونو (له دې وړاندې ایل جي ۶ راغلی و) څخه مختلف دی، په دې کې د سکرین ډیسپلی د پخوا په پرتله زیاته ده، یعنې د سکرین شیشه یې ۹۵٪ ډیسپلی ده، چې د کور تڼۍ هم نه لري.

د کور تڼۍ یې د سکرین پر ځای د مبایل غاړې ته، چیرته چې د اواز تڼۍ وي ورکول شوې ده، همدا ډول د اواز تڼۍ ترڅنګ یوه بله تڼۍ هم موندل کیږي، چې تایید نه ده خو ویل کیږي چې د اضافي اواز او یا هم د کامرې ځانګړتیا ولري.

ددې ترڅنګ دوه شاته او یوه سیلفي کامره لري، د آیفون ایکس په څېر نوچ هم ددې برخه ده (نوچ د سکرین پاسنی برخې ته ویل کیږي کله چې یوازې د مایکروفون او فلش لپاره ځای ولري او نور ډیسپلی وي).

همدا ډول د تېر جي ۶ مبایل په څېر شاته شیشه او وسپنه ددې باډۍ برخه ده. په دې کې د اضافي تڼۍ لامل ددې سټیرو اواز سیستم دی چې په سامسنګ ګلیکسي ایس ۹ کې هم ورکړل شوې دی، خو دغه خبره لا څرګنده نه ده.

په عام ډول د یوه مبایل وړاندې کول د یوه نندارتون له لارې کیږي، خو که د یوه مبایل انځورونه یا ځانګړتیاوې افشا کیږي نو زیات نه زیات د نندارتون نه یوه میاشت وړاندې افشا شي، خو ددې مبایل په اړه معلومات د نندارتون نه ډیره موده وړاندې افشا شول، چې ممکن دغه مبایل نورې ډيرې ځانګړتیاوې هم ولري.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.