نعتيه غزل/ عبدالقدوس فاتح

د هجـر کلي کښې اوسېږم له حبيـب لرې يم
سم په زړګي باندې زخمي يم له طبيب لرې يم

د هجرشپه څومره اوږده ده اوڅه توره شپه ده
له سپين سهاره ، هم د وَصَلْ له نصيب لرې يم

چې په يو څو خبرو وړي ټول نفرتونـه له زړو
دداسـې مينې له امـــام او له خطيـب لرې يم

ربه يا توان را ، يا دا ټولې مسافې ختمې کړه
چې بې له خنډْ اوبې له ځنډْشم وَرقريب لرې يم

څښتنه دا دمينې شور،او بل خوا داسې قسمت
يو خو عجم کې يم ، او بل يمه غريب ، لرې يم

خير که ترې لرې يم، خو وينم يې ديدن يې کوم
د زړه په سترګو، پام ونه وايې عجيب، لرې يم

ميـنه خو ميـنه ده آخـر به مې تـر داره يوسي
اوس که فاتحه له جــلاد او له صليـب لرې يم

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د