نړۍ

امريکايي عسکر بريدګډال به نن امريکا ته ورسيږي

نن ټکی اسيا: امريکايي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې امريکايي عسکر باوبريګډال چې تېره اوونۍ د طالبانو پنځو لوړپوړو مشرانو سره د تبادلې په واسطه خلاص شو، نن به امريکا ته ورسيږي.

بريګډال له راخلاصيدو وروسته المان کې د امريکا پوځي روغتون کې د درملنې لاندې و، چې نن د جمعې په ورځ له المانه د امريکا پر لور روان شو.

د امريکا د دفاع وزار وياند جون کربي وايي، چې بريدګډال يوه اوونۍ المان کې د امريکا پوځي روغتون کې تېره کړه او اوس پوځي طياره کې د امريکا پر لور راروان شو. جون کربي وايي، چې بريګډال له صحي پلوه جوړ دی، خو دا، چې پنځه کاله يې د طالبانو په بند کې تېر کړي، له همدې امله يو شمېر ذهني او رواني ستونزې لري او درملنې ته اړتيا لري.

د کربي له قوله، بريګدال به ټيکساس نړيوال هوايي ډګر کې کوزيږي او هلته به د څه مودې لپاره يو روغتون کې تر درملنې لاندې وي، تر څو خپل عادي ژوند کولو لپاره ذهني تيار شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x