افغانستان

سمنګان: په نښته کې ۸ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته

د سمنګان ولایت د حضرت سلطان په ولسوالي کې د طالبانو او پولیسو په مخامخ برید کې اتو پولیسو او اربکیانو ته مرک ـ ژوبله واوښته.
یاده پېښه چې د حضرت سلطان په اوملي سیمه کې د شپې ناوخته رامنځ ته شوه، له درې ساعته دواوم وروسته پای ته ورسېده.

طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په نښته کې ۸ عسرک مړه او درې نورټپیان دي. خبرپاڼه زیاتوي: «د نښتې په مهال 8 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او 3 اربکيان ټپيان شول، له دې علاوه 1 زغروال ټانګ او 2 رينجر موټر وويشتل شول چې په بشپړه توګه ويجاړ شول.»
طالبان وايي چې په یاده درې ساعته جګړه کې يې خپل دوه ملګري سرسري ټپیان شوي دي.
سمنګان هغه ولایت دی، چې د امنیتې پېښو راپورونه ترې کله کله ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې دی، چې سبا به د ولسمشریزو ټاکنو ورځ وي، چې افغان امنیتي ځواکونو يې د پوره خوندیتوب خبر ورکړی.
د دې ترڅنګ طالبانو په خپل وروستي ګواښ کې له خلکو جدي غوښتي، چې له ټاکنیزو مرکزونو لرې واوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x