د پاکستان لومړی وزیر سبا کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶وری، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي سبا په رسمي سفر کابل ته راشي.

نوموړی په داسي وخت کې د افغانستان څخه لیدنه کوي چې پوځي الوتکو یې تېره ورځ په کونړ کې بمباري وکړه او د چارواکو په وینا د پاکستان له اړخه په تیرو دوه ورځو کې تر ۶۰۰ زیات توغندي او راکټونه ویشتل شوي دي.

د پاکستان لومړی وزیر د ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني په بلنه کابل ته راځي او ویل کیږي چې د دواړو اړخونو تر منځ په ملاقات کې به سوله، له ترهګرۍ سره مبارزه، اقتصادي اړیکې، ددواړو هیوادونو تر منځ د اعتماد جوړونې او نور اړوند مسایل مطرح شي.

باید وویل شي چې د شاهد خاقان عباسي تر راتګ یوه ورځ تر مخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل او هغه یې د ټولو نړیوالو او ګاونډیتوب د اصولو خلاف عمل وباله چې کولای شي ددواړو هیوادونو پر اړیکو منفي اغیز ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې شاهد خاقان عباسي به د اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر څنګ د افغانستان د نورو جګپوړو چارواکو سره لیدنې کتنې وکړي او د دواړو هیوادونو تر منځ به د اعتماد جوړولو موضوع تر ټولو مهمه وي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددواړو هیوادونو تر منځ سیاسي اړیکې، اقتصادي اړیکې، امنیت او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د افغان مهاجرینو د بیا ستنېدو پروګرام، د مخدره توکو پر ضد مبارزه او د قاچاق مخنیوی، او همداسي په سیمه کې اوسنی سیاسي وضعیت تر څنګ به د افغانستان د سولې اړوند موضوعاتو باندي خبرې وشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د