fbpx
Abubakar sadir r

یو لمر او څلور ستوري ـ اتمه برخه

حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه

ژوند يې په څوکرښوکې:

– حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه تر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دوه کاله او څومياشتې کشر دی.

– حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه په نارينه خلکو کې لومړنی مسلمانا دی.

– حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د هجرت او ثور غار ملګری و.

– د حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه لور حضرت عايشه رضی الله عنها د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم مېرمن او ام المؤمنين(د مسلمانانو مور) شوه.

– حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم لومړنی خليفه ياځای ناستی دی.

– حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه په لسم هجري کال خليفه شو او دوه کاله او درې مياشت يې خلافت وکړ.

– حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه لکه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پوره په درې شپيته کلنۍ کې وفات شو.

– حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه د ام المؤمنين حضرت عايشې رضی الله عنها په حجره کې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په څنګ کې خښ شو.

– د حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه تر ټولو غوره تاريخي ښېګړه د قرآن شريف راټولول و، چې وړاندې تر هغه پر لرګيو او پوستوکو جلاجلا ليکل شوی وو.

– حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه شپږ اولادونه لرل:درې زامن: عبدالله، عبدالرحمن، محمد او درې لورګانې:اسما،عايشه (ام المؤمنين)او ام کلثوم.

 د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه نوم او نسب

د حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه نوم عبدالله، کنيه يې ابوبکر او لقبونه يې صديق او عتيق دي، د پلارنوم يې عثمان چې کنيه يې ابی قحافه و. صديق ورته ځکه وايی چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هره خبره يې بې ځنډه تصديقوله. تر اسلام وړاندې د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه (رض) ځينې ځانګړنې حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه د جاهليت په زمانه کې له نېکې کورنۍ څخه و، ښه او بد يې ډېرښه پېژندل. هغه يو کامياب سوداګر و او له خپلو خلکو سره يې ښه رويه کوله. په ټول ژوند کې يې شراب نه دي څښلي او نه يې هم بت ته سجده کړې ده. سپين به يې ويل او ډنګر صورت هډوکيز بدن يې و.

د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه اسلام

کله چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پر پيغمبرۍ مبعوث شو، نو کله چې يې لومړی وار لومړی سړی حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه اسلام ته  دعوت کړ او هغه يې بې له ځنډه دعوت ومانه. له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  سره يې هره ستونزه پل پر پل وزغمله آن هجرت يې ورسره وکړ او دغار د ستړي سفر ملګری يې شو. حضرت ابوبکرصديق رضی الله عنه خپله ډېره شتمني د الله جل جلاله په لاره کې مصرف کړه،هغه له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نږدې ملګری و.

  د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه خلافت

  کله چې حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه خليفه شو؛نو مسلمانان له بېلابېلو اړخونو سخت په اندېښنو کې وو.ځکه چې له يوې خوا په همدې وختو کې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د رحلت دردناکه غم، له بلې خوا د مدينې په دروازه کې د حضرت اسامه رضی الله عنه لښکر چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د روميانو په وړاندې تيار کړی و اماده ولاړ وو، چې بايد امر کړی شوی وای،(په بېلابېلو سيمو کې د ارتدادغږونه.ژ). حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه ته په همداسې حساسو شېبو کې واک ورکړل شو.مګرپه ټول بشري تاريخ کې يې بې مثاله اداره او کنترول وکړ. د مرتدينو په وړاندې يې د جګړې امر وکړ او همدارنګه يې حضرت اسامه رضی الله عنه ته هم د حرکت امر وکړ. حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د خلافت په پيل کې خطبه وړاندې کړه، چې پکې راغلي وو: زه ستاسې خليفه وټاکل شوم، خو ترتاسې ښه نه يم، نو که مې ښه فعاليت کاوه، راسره ملګري شئ او که مې په بله پام شو ماسمې لارې ته برابر کړئ.ريښتنولې امانت او دروغ خيانت دي، او هغه چې په تاسې کې زورور دی ماته ترې هغې کمزوری دی چې بل ته ترې دهغه حق واخلم.

هو!حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه په خپل کلک باور کې ډېر رښتينی و، هغه خپل ځان او شته تر همدې باور قربان کړل، په سختيو کې ډېر هوښيار او وړاندې فکر کوونکی و. ډېر سپيڅلی، او دخلکو په وړاندې ډېر مهربان و، هيڅکله يې د خلکو په وړاندې له تشدده کار نه اخيست. هغه مبارک په داسې وخت کې وفات شو، چې هيڅ جامې او شته ترې پاتې نه شول، او د وفات په وخت کې يې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت وصيت وکړ.

پاتې شته…

لیکوال: مصطفی السباعی

ژباړن: دادمحمد ناوک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د