دارالعلوم حقانيه کې له پنځلس سوو د زياتو عالمانو دستاربندي وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶وری، ۱۳۹۷ل)   نن د خیبرپښتونخوا په اکوړه خټک سيمه کې د سيمې تر ټولو سترې ديني مدرسې دارالعلوم حقانيې څخه له پنځلس سوو زيات عالمان فارغ شول، چې سلګونه تنه يې افغانان هم وو.

د دغو فارغانو د دستاربندۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته لسګونه زره علماء او عام خلک راغلي وو.

د بخاري شریف د ختم د دعا او وينا پر مهال د غونډې ويناوالو په اسلامي نړۍ کې پر مسلمانانو روان ظلمونه وغندل او په ځانګړې توګه د تېرې دوشنبې په ورځ، د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر ديني مدرسې شوی بمبار په پراخه کچه وغندل شو او د امریکا او افغان حکومت دغه کړنه جنګي جرم او ترهګري ياده شوه.

د غونډې ويناوالو وويل، چې اسلام له ترهګرۍ پاک دين دی او په وينا يې په کندوز کې پر مدرسې له شوي بمباره ټولې نړۍ ته د امریکا او افغان حکومت ترهګريزه څېره روښانه شوه.

د دارالعلوم حقانيې د دستاربندۍ په غونډه کې د دغې مدرسې مشر مولانا سميع او نورو ويناوالو ټينګار وکړ، چې د افغانستان او سوريې په ګډون دې په ټولې اسلامي نړۍ کې پر مسلمانانو روان ظلمونه بايد سمدستي ودرول شي او له نړيوالو بشري او خيريه ټولنو غوښتنه وشوه، چې د مسلمانانو د بشري حقونو لپاره غږ پورته کړي.

مولانا سميع الحق وويل، چې اسلامي مدارس د اسلامي ثقافت ساتونکي او د مسلمانانو د سالمې لارښوونې مرکزونه دي، خو امریکا او پلويان يې د مدارسو د بدنامولو لپاره د رسنيو له لارې د عامو مسلمانانو او نړيوالو ذهنونه تخريبوي.

دارالعلوم حقانيه د سيمې په کچه تر ټولو ستره او باوري ديني مرجع ده، چې ديني عالمان يې دوهم ديوبند هم بولي او هر کال ترې نږدې پنځلس سوه عالمان، سلګونه د قرانکريم حافظان او لسګونه مفتيان فارغيږي او د سيمې په ګډون د افغانستان ډېری عالمان هم له دغې مدرسې سره مستقيمه او يا هم غير مستقيمه اړيکه لري.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجنیر محمدنذیر تنویر
میلمه
انجنیر محمدنذیر تنویر

این هست جشن من؛
جشنی انسان ساز!

جشن یکه نه مرز می طلبد، و نه رنگ و لسان!
چشن یکه غصۀ شیطان را به اوجش می کشاند،
و خواب را از دیده های های «یاران شیطان» می رباید!

جشن یکه، اشک های داغ و جاری «مدرسۀ دالالعوم هاشمیه کندز» را، سرد می گرداند!

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

زه خو وایم ، چه دجال ته پاکستان افغانستان او یا بل کوم هیواد ټول یو دی دجال په نړی کی دوه هیوادونه پیژنی لمړی هغه چه ددجال سره ملګری او هغه چه د دجال په مخالف اړخ کی قرار لری همدا خبره جورج ډبلیو بوش د صلیبی جنګ سپه سالار د صلیبی جنګ په شروع کی علنی وکړه چه ( زما سره او یا زما مخالف یاست ) . دا چه پرون په کندوز کی د سو سوو شیهیدانو او زخمیانو شاهد شول او تر دی دمخه هم دغسی وحشت ترسره شوی او تر دی وروسته به هم ترسره… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

تنویر صاحب ، بعد از احترامات ، بنده نظریات و تبصره های شمارا با دیده احترام می بنند و می خوانند . راستی که ما وشما در روزهای اخیر زندګی کلی یا جمعی زندکی دارم یعنی در اوقات جان کندن زندګی عمومی ، دجال ضهور کرده بالاتر از نود فیصد علامات اخرت هویدا و به نمایش ګذاشته شده و دیګر ان که وقت ان جند سال ویا جند قرن می ګیرند ، به سرعت امدنی هست . ولی ماو شما هنوز هم زیر امتحانی خدایی قرار داریم حالات ظلم و وحشت اګر از یک جانب به وحشی ها وقت توبه… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

افغان ګوډاګیانو به استدلال کاوه چې افغانانو ته باید په کور د ننه د دیني علومو د تحصیل مدرسې جوړې شي تر څو د پاکستان له نفوذ او احتیاج څخه خلاصۍ ومومو! نن چې د کندز ناورین د هر باضمیره انسان زړه زخمی کړی، د دې ګوډاګیانو استدلال به څه وي؟؟ اصل کې همدا ګوډاګیان د پاکستان له ګوډاګیانو سره په همغږی په افغانانو باندې خپله خاوره سره تبۍ ګرزولې او په هره ساحه کې یې بهرنیانو او ګاونډیانو ته زمونږ په هیواد کې د نفوذ او لاسوهنو لاره پرانستلې ده. زه د استاد بیانزي صاحب د نظر په تایید… نور لوستل »

انجنیر محمدنذیر تنویر
میلمه
انجنیر محمدنذیر تنویر

خدمت همه ی دوستان سلام و عرض ادب دارم. استاد محترم یبانزی صاحب، از توجه تان به نوشته های ناچیز بنده سپاسگذارم. بنده همنطوری که بار ها تذکر رفته ام، نویسنده و یا ادیب نیستم. اما درد های زمانه،احساس مسئولیت برای بیان حقایق میدهد که قبل از نوشتن از پروردگارم طلب کمک و توفیق می گردم. واقعیت ها و عجاز گفتار سرور مان محمد صلی الله علیه وسلم را در رابطه به ظهور دجال پیداست، که این خود، خوشخبری پیروزی و حاکمیت دین الله جل جلاله را در تمامی گیتی می رساند. اما آغاز قیامت هر فرد، مرگش می باشد.… نور لوستل »