حکومت د داعش په اړه د حامد کرزي څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶وری، ۱۳۹۷ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د روسيې په پلازمېنې مسکو کې د امنیت په اړه په یوه غونډه کې وویل چې نور په افغانستان کې د امریکا بریا یو خوب او خیال دی.

نوموړی همداراز وویل چې په هیواد کې د بهرنیانو او امریکایانو د شتون له امله د داعش «تروریستي ډله» پیاوړې شوې ده.

د اجرائیه ریاست د دفتر  ویل مطبوعاتي څانګې ویلي چې حکومت د نوموړي خبرې ردوي او ناسمې یې بولي، ځکه چې حکومت، امریکا او ناټو په ګډه په افغانستان کې د ټولو وسله‌والو ډلو پر خلاف په یوه توګه جنګیږي او د هغوی تر منځ هیڅ توپير نه کوي.

د مسکو په کانفرانس کې حامد کرزي وویل: اولس کاله تېر شول، خو لا نه په افغانستان کې امنیت شته او نه هم سوله، نورې تروریستي ډلې په افغانستان کې را پیدا کیږي، چې له ورایه مالومیږي د یوه منظم ځواک له خوا یې ملاتړ کیږي.

نوموړي زیاته کړه: چې په افغانستان کې د داعش ډله جوړه شوې، ځواکمنه شوې او مخه ورکول شوې، په داسي وخت کې چې په هیواد کې د امریکا او ناټو ټول پوځي طاقت شتون لري او فعاله استخبارات یې په کار اچولي دي.

نوموړي همداراز وویل چې په افغانستان کې د امریکا او ایتلافیانو له لوري يې مختلفي ستراتیژيانې په کار اچول شوي د دې لپاره چې بریالي شي، خو داسي مالومیږی چې دوی کله هم مخلص نه وه، چې له امله یې د ناکامیو سره مخ شوي دي.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم پخواني ولسمشر حامد کرزي داسي اندېښنې څرګندي کړې  وې چې په افغانستان کې د داعش ملاتړ د امریکایانو له خوا کیږي او هغوی له یوه ځایه بل ځای ته په نامعلومو الوتکو کې انتقالیږي او همداسي هغوی ته وسلې او نور مهمات ورکول کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د