په وينو سره دستاربندي/ الياس فاتح

شاعر : الیاس فاتح

څړېکې ددرد دزړه په زخم وې خورې کندوزه
چې دې ختې غېږ کې سلګۍ دمدرسې کندوزه

په لوی وحشت جاهل،بمبار کړی دعلم کورګی
له علمه خيږي دباروتو سرې لمبې کندوزه

مور يې خوشاله ده،دځوی دستار بندي يې ده نن
خبره نه ده ،چې شهيدځي له جلسې کندوزه

ما هميشه په  جنازو کې دي ګلان کتلي
خو نن مې وليدې دګلو جنازې کندوزه

که دکفري اشغال پرضد مسلمان پورته نشي
له ځناورو به  دژوند کوي اسرې کندوزه

دنړيوال ظلم  پروړاندې  عمري طالب دی
وې دې تلپاتې حقانيت لوړې نارې کندوزه

دافغان  مرګ پسې راغلي دجهان يرغلګر
چې ترې نه جوړ نشي فاتح دزمانې کندوزه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د