افغانستان

له بګرامه دوولس بهرني بندیان خوشي شوي دي

امریکايي چارواکي وايي چې دوی له بګرامه دوولس بهرني زندانیان خوش کړي دي. د دوی په خبره دغه دوولس بندیان چې له کلونو وروسته نن ازاد شول، لس تنه يې د پاکستان، یو کویټی او یو هم فرانسوی دی.

دا نه ده معلومه، چې دغه دوولس تنه په کوم جرم نیول شوي وو او دکومې محاکمې له مخې ازاد کړل شول. تر دې وړاندې ځينې افغان بندیان هم په یاد زندان کې تر درې ـ څلور کاله پورې بې محاکمې او بې پوښتنې پراته وو. چې ځينې يې خوشي شوي او ځينې لاپکې بندیان دي. که څه هم له رسنیو نه د بګرام زندان د سپارلو اړوند راپورونه خپاره شول، چې ګواکې یاد زندان اوس د افغان ځواکونو په لاس کې دی، مګر پورته خبر امریکايي چارواکو رسنیو ته لېږلی او هم يې ويلی، چې دغه بندیان دوی خوشي کړي دي.

د بګرام له زندانه نږدې میاشت مخکې یو خوشي شوی افغان زنداني چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، نن ټکی اسیا ته وویل چې افغان ځواکونو ته د زندان سپارلو خبر یواځې د رسنیو پرمخ و او بس. د ده په قول د بګرام زندان داخلي واک ټول د بهرنیانو په لاس کې دی، ډاکټر اشرف غني احمدزي چې د واک د لېږد د پروسې مسوول و، يواځې دومره وکړل چې د بندیانو برقي شارتي، په اوبو کې غوپه کول او نورې شکنجې يې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارلي. د ده له خولې کله به چې بهرنیان راغلل له یوې نیمې پوښتنې وروسته به بېرته لاړ او د ملي اردو کوم عسکر به يې د شکنجې لپاره راولېږه، کله به مو چې بهرنیانوته له شکنجې شکایت وکړ، نو ویل به يې چې دا ستاسې خپل افغانان دي، موږ پکې کار نه لرو.

د بګرام زندان یو له هغو زندانونو څخه دی، چې سلګونه افغانان پکې بې د دوسیو له څېړلو کلونه ـ کلونه تيروي. په یاد زندان کې تېر کال په  کانتینرو کې قرآن شریفونه وسوځول شول، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې حساسیتونه راوپارول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x