fbpx

د فیسبوک استعمال ذهني فشار رامنځته کوي. څیړنه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ وری، ۱۳۹۷ل): فیسبوک په نن سبا نړۍ کې تر ټولو زیات استعمالیدونکې ټولینزه رسنۍ ده، چې د وخت ضایع کولو ترڅنګ په کې د خلکو شخصي معلومات هم خوندي نه دي، چې له کبله یې ځوانان له ذهني فشار سره مخ کړې دي.

د یوې نوې څیړنې له مخې ویل شوي چې فیسبوک د انسان په ذهني فشار رامنځته کولو کې تر ټولو ستر لامل جوړ شوی دی.

په څیړنه کې زیاته شوې ده، هغه څوک چې فیسبوک استعمالوي په اعصابي ناروغۍ اخته دي، او لا هم ورځ تر بلې زیاتیږي، دوی زیاته کړې، که چیرې دغه کسان لږ تر لږه د پنځو ورځو لپاره فیسبوک استعمال نه کړي ددې ناروغۍ څخه خلاصیدی شي.

دغه څیړنه په استرالیا کې د کویینزلینډ څیړنیز پوهنتون کې ترسره شوه، ددې پوهنتون څیړنیزو متخصصینو په خلکو کې د ذهني فشار او نورو ذهني ناروغیو زیاتېدلو ته په کتلو سره یوه مطالعتي څیړنه ترسره کړه.

ددغې څیړنې پرمهال له ځینو ځوانانو چې فیسبوک یې په دوامداره توګه استعمالوه ازموینه واخیستل شوه، چې په دې ازموینه کې ځوانان په دوه ګروپونو وویشل شول.

یوه ګروپ ته د پنځه ورځو لپاره د فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو څخه د لري والي او نه استعمالولو په اړه وویل شول، خو بل ګروپ ته د معمول په څېر د فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو د استعمال اجازت ورکړل شو.

په څیړنه کې له شاملو کسانو څخه وروسته له پایلې معلومه شوه چې هغه کسان کوم چې له فیسبوک لري وو، ددوی په بدن کې د کولیسترو کچه کمه شوې وه او همدا ډول ذهني فشار یې هم ټيټ یا کم شوی و.

او د هغو کسانو پایلې چې د معمول په څیر یې فیسبوک او ټولنیزې رسنۍ استعمال کړې، د هغو نورو په پرتله د کولیسترول کچه او ذهني فشار پورته شوی و.

ددې ځوانانو څخه د ازموینې نه وړاندې او وروسته یو یو ټیسټ واخیستل شو، چې په پایله کې څرګنده شوه، هغه کسان چې له ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول له فیسبوک لري وو د هغوی د ذهني هارمونونو د فشار کچه ټيټه وه، ددې اصلي لامل له فیسبوک څخه د شخصي معلوماتو خوندي ساتل وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د