لاندې نسخې عملي کولو سره مو بدن روغ رمټ وساتئ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ وری، ۱۳۹۷ل): د انسان روزمره ژوند دومره بوخت شوی چې منظم ورزش کول څه چې د ښه صحت خیال هم نشي ساتل کیږي، که چیرې یې څوک کوښښ هم وکړي خو په منظمه توګه نشي پاتې ترسره کولی.

ددې لپاره طبي متخصصینو داسې نسخې ښودلي دي، چې اسانه هم دي او د بدن روغ رمټ او فټ ساتلو ضمانت هم کولی شي:

دوکاني چیپس مه خورئ

دوکاني هر ډول چیپس خوړل یو خو د انسان په بدن کې غوړ او کولیسترول زیاتوي چې د چاغوالي لامل کیږي، بل دغه رنګه شیان خوړل لوږه ختموي، چې د مناسبې غذا خوړلو څخه مو پاتې کوي، او په پای کې د انسان روغتیا له یو شمېر ستونزو سره مخ شي. نو کوښښ وکړئ چې ددغسې دوکاني شیانو څخه ځان وساتل شي.

د ډوډۍ پر وخت په بل شي ځان مه بوختوئ

د ډوډۍ خوړلو پر وخت د مبایل، ټي وي یا زیاتې مرکې کولو څخه ځان وساتئ، باید ستاسې ټول پام ډوډئ ته وي چې څه خورئ، څنګه یې خورئ او باید څومره یې وخورئ، په دې سره به ستاسو خوراک مناسب وي، چې د روغتیا په ساتلو کې ډېر اهمیت لري.

کورنۍ او ملګرو سره وخت تېروئ

اکثره هغه خلک چې یوازې ژوند کوي د خفګان او ذهني فشار شکایت کوي، ددې لامل د ملګرو او کورنۍ غړو سره وخت نه تېرول دي، ددوی سره وخت تېرول د طبي لحاظه پر روغتیا او دماغو مثبت اغیز کوي.

وړوکی لوښی او لوی ګیلاس استعمال کړئ

د ډوډۍ پر وخت کوښښ وکړئ چې وړوکی لوښی استعمال کړئ، په دې سره به تاسو ته ډاډ درکول کيږي چې مناسبه غذا مو وخوړه، ځکه چې په لوی لوښي کې ډېره غذا هم کمه ښکاري، چې په پای کې زیاته ډوډۍ خوړل کیږي او دا مو د روغ او ښه صحت لپاره زیان دی.

همدا ډول کوښښ وکړئ لوی ګیلاس استعمال کړئ، ځکه چې که تاسې اوبه، شیدې او جوس څکئ چې په زیاته اندازه وڅکل شي، داد ښه صحت لپاره ګټورې دي.

له پروټینو ډک سبا ناری وکړئ

د طبي لحاظه ویل کیږي چې په درې وخته ډوډۍ کې باید د سهار ناشته له پروتینو ډکه ترسره شي، ځکه چې دا ستاسې په بدن کې د ټولې ورځې انرژي ساتي، او د سهار ناشته پریښودل یا کمه کول د ورځې په اوږدو کې انسان ډیرې ډودئ خوړلو ته اړ کوي چې له کبله یې چاغوالی رامنځته کیږي، او دا ښکاره خبره ده چې چاغوالی هیڅکه د انسان د روغتیا لپاره ګټور نه دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د