
طالبان وايي په شپنیزه چاپه کې يې دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷وری، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي چې تېره شپه یې د سرپل ولایت مرکز اړوند د آدرینګ په سیمه کې د دولتي ځواکونو پر یوې پوستې «چاپه» ووهله، چې له امله یې لس تنه دولتي عسکر ووژل شول او ژوندي پاته یې په تیښته بریالي شول.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوې اوږدې خبرپاڼې کې ویلي چې د وژل شویو عسکرو جسدونه هم پر میدان پاتې شول او دوی له پوستې څخه زیاته اندازه وسلې او مهمات غنیمت کړل.
د نوموړي په وینا په دغه جګړه کې ۲ میله دهشکې، یو میل هاوان، یو میل ۷۵ میلي متري توپ، یو میل راکټ، یو میل شلکا ماشیندار، ۲ میله امریکايي جي سي پیکاوي، ۸ میله ایم ۱۶ امریکايي توپک، او خورا ډیر مهمات او نظامي توکي د دوه هاموي موټرو په شمول ونیول شول.
قاري یوسف د نیول شویو غنیمتونو انځورونه هم رسنیو ته لیږلي، چې په همدې خبر کې لیدل کیدلای شي.
د دفاع وزارت له لوري د طالبانو ددې عملیاتو او د عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي خو د سیمو خلکو او نورو امنیتي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط د طالبانو خبرونه تایید کړي مګر د وژل شویو عسکرو شمېر یې د طالبانو تر شمېر کم ښودلی دی.
د سیمې څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې طالبانو هغه دوه هاموي موټر سوځولي چې په پوسته کې يې نیولي وه.
باید وویل شي چې دولتي ځواکونو تېره ورځ ادعا کړې وه چې د سرپل ولایت د مرکز اړوند شیرم سیمه کې يې د طالبانو څخه ۱۱ کلي نیولي دي او ۴۵ طالبان ورته تسلیم شوي دي، خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دا هسي پروپاګند وباله او د شیرم په سیمه کې يې د دولت له خوا اعلان شوي «خالد۳» عملیات ناکامه وبلله.
اللھم النصرھم باالنصرالبدریین
عجیبه خبره ده.دولت عسکر هم افغانان هم مسلمانان.طالیبان هم افغانان هم مسلمانان،جګړه سره وکړی.او ویاندویان یی،ډبل ډبل.د یو بل وژنه ادعا کوی،او په افتخار سره د یو بل په وژنه مبا لغه هم کوی.زه رمه لرم شپون یم.زما پسونه چه سره په جنګ شی.بیا ډیر زر سره بیل شی،او بیا بیرته سره په خوله شی،یو ځای خوراک سره کوی،هیڅ کینه ،بعض،په زړه کی نه سره ګرځوی.نو ای آفغان ولسه!تاسو ووایست چه زما پسونه ښه دی ،که دا جګړه کونکی انسانان،
ځدراڼ صاحب ستا د پوښتنی په ځواب کی وایم چی ته مهربانی وکړه د جنک نوعیت ته پاملرنه وکړه۰هر هغه جکړه که ددنیایی مسایلو لپاره وی دمسلمانانو تر منځ حرامه او مردوده ده ۰چی په هغه صورت کی ستا دپسونو محبت به ښه دی۰ او که معرکه دحق او باطل تر منځ وی نو دحق دلوری (مجاهد) څپلی هم ستا تر پسو ښه ده۰ او دحق او باطل جنګ په هکله ښه وضاحت قران کریم او احادیث نبوی صلی الله علیه والسلام کړی دی ۰دالله ج ددی جنګ دحکم پوښتنه دهغه عالم څخه وکړه چی په دین پوهیږی او تا… نور لوستل »
ځدران صیب خوشې لګیا یې او وخت ضایع کوې !
خبره داده چې هغوی ستاملګري شعوري غلام دی او معاشونه یې امریکایان ورکوي ، دولت یې د امریکایانو ګوډاګی اتنخاب شوی فاسد دولت دی ، په افغانستان کې د اشغالګرو اډې پرتې دي ۰
او دا کار ونه لاسپوڅي دولت له اشغالګرو سره شعوري کوي !
او دابله خوا یې یانې طالبان وروڼه اشغال نغواړي چې هم یې اسلامي ، رواجي کلتوري او مدني حق دی نو ته ولې په پيسو اخیستل شوي بې ناموسان دومر نازوې !!
احمد صیب له ښکلي الفاظو او منطقي تحلیله څخه دې ډيره مننه !
د هر انسان او هر افغان وژنه زما د سختی خواشینی سبب دی. هیڅ څه می دومره نه سوځی لکه د بې منطقه خبری اورېدنه یا لیکنه. زه د نن ټکی آسیا د محترمو لوستونکو د ذائقې او سلیقې په شنه ګیا کی د بوټو سره نه ورخېژم او نه هم د نن ټکی آسیا د ښاغلو چلوونکو د پراخی حوصلې څخه سوء استفاده کوم. زه به د خپل انسانی- افغانی- اسلامی زړه بړاسکی چه د طالب او دولت او امریکائي په هکله موجونه وهی، یوه دوې هفتې وروسته د ( ټول افغانستان وبسایټ)کی خپرې کم. که څوک علاقه لری… نور لوستل »
سعدی صاحب وایی ، عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود اګر با ادمی بزرګ شود . ځدران صاحب هم کله چه د مسلمانانو سره ناسته پاسته ولری لږ سړیتوب زده کړی سمی خبری شروع کړی ، مګر کله چه د خپلو ملحدینو سره یو ځای شی بیا تری لیار ورکه شی . ځدران صاحب ، اشغلګر نادیده ګڼی ، بیچاره طویله کی د خپلو حیواناتو سره ژوند لری نه د انګریزانو او امریکایانو الوتکی وینی نه یی ټانکونه وینی او نه یی وزنی او بی عفتی وینی چه قضایی مصونیت یی هم تری دخبلو شهوت رانیو د پاره اخستی چه په… نور لوستل »
نیازی صیب مننه ښه خرپ دې ورکه ! زه پردې ډاریږم چې ځدران صیب پاچاخان ځدران نوي چې هغه د داؤد خان
په کور کې کوچنی لوی شه او بیاخلقی شه او داؤد خان یې له ټولې کورنۍ سره وواژه ! ځدران صیب شپون ندی ، کاشکې زمونږ شپانه باسواده وی او ځدران صیب درواغ وایې ! ځدران صیب ته د الله پاک هدات وکړي !!
نیازی صاحب.اشغالګرنا دیده نه ګڼم،هغه اوسنی اشغالګر دی،راتلونکی کی ته ماته دوه اشغالګر په انتظار کی کینولی،یو روسی.چه همدا نوی یارانه مو ورسره شروع کړیده،اوبل پنجابی ،ما ته یی کوم فرق کوی،غنی اشغالګر پراته دی،او دوه نور اشغلګر راولی،روسانو می دوه اکا ګان شهیدان کړل،په جنازه کی یی همدا ملایانو زما په اکا ګانو افرینونه وییل.خو همدا اوس طالیبان له روسیانو څخه پیسی او وسلی راوړلی همدا افغان ملت په وژنی،اسلام خو همغه اسلام دی چه پرون یی له روسیه سره جهاد روا ګنه دا اوس ولی هغوی ته ډوستی لاس ور اوږد شو؟دا اوږد جنګ ختم کیدل پکار دی،دا… نور لوستل »