نړۍ

زرګونه کورنيو له شمالي وزيرستانه کډې وکړې – تفصيلي راپور

نن ټکی اسيا: د پاکستاني چارواکيو له لوري پر شمالي وزيرستان د پوځي عملياتو ګواښونو د نوموړې سيمې ډېری اوسيدونکي خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

راپورونه وايي، چې تر اوسه نژدې پنځوس زره کسانو خپل کورونه پريښي، ځينو يې د افغانستان خوست او پکتيکا ولايتونو او ځينو نورو بيا د پاکستان بنو، ډېره اسماعيل او نورو سيمو ته کډې کړي دي.

په دغو خلکو کې شاوخوا پنځه دېرش زره کورنۍ بنو سيمې ته رسيدلي دي.

د پاکستان پوځ د شمالي وزيرستان اوسيدونکو ته اعلان کړی و، چې د پنځلس ورځو په ترڅ کې دې بهرني جنګيالي له سيمې وباسي کنه په ټوله سيمه به قوي پوځي عمليات پيل شي.

 

د شمالي وزيرستان اوسيدونکي وايي، چې د پنځو ورځو په تېرېدو لا هم په دې اړه څه پرمختګ نه دی شوی، نو ځکه خلک غواړي له وزيرستانه کډې وکړي.

راپورونه وايي، چې شاوخوا نهه سوه کورنيو د افغانستان خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو ته هجرت کړی دی.

د شمالي وزيرستان کډوال د خيبر پښتونخوا له خلکو سر ټکوي
د شمالي وزيرستان هجرت کوونکي خلک وايي، د خيبر پښتونخوا خلک ورسره ښه رويه نه کوي، د دوی له مجبورۍ ناوړه ګته پورته کوي او د کورونو کراګانې او نور اړين توکي پرې پر لوړه بيعه پلوري او له دوی څخه د دوی مالونه او غواګانې په ارزانه بيعه پېري.

د شمالي وزيرستان قومي مشرانو او د خيبرپښتونخوا د والي سردار مهتاب عباسي تر منځ د پوځي عملياتو د بندلو په اړه خبرې اترې روانې وې.

والي قومي مشرانو ته ويلي و، چې د پنځلس ورځو په ترڅ کې دې بهرني اتباع له وزيرستانه وباسي او په دغه موده کې به شمالي وزيرستان کې هيڅ رنګه پوځي عمليات نه کيږي، مګر وړمه ورځ د پاکستان جيټ طيارو د شمالي وزيرستان پر يو شمېر سيمو بمباري وکړه او ګڼو خلکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د جيټ طيارو په بمبارۍ کې ولسي وګړي وژل شوي
د پاکستان پوځ وايي، چې د بمبارۍ په ترڅ کې يې ګڼ پاکستاني طالبان او بهرني اتباع وژلي، مګر د پاکستاني طالبانو وياند شاهد الله شاهد له نامعلوم ځايه رسنيو سره په خپلو خبرو کې و ويل، دوی او ملګري په غرونو او سمڅو کې خوندي دي او د پاکستاني جيټ طيارو په بمبارۍ کې يوازې ولسي وګړي وژل شوي دي.

پاکستاني پوځ پر رسنيو بنديز لګولی او هيڅ رسنۍ نشي کولای، چې په ازاده توګه نوموړې سيمې ته ولاړې شي.
قومي مشران د پوځي عملياتو د منخيوي کوښښ کوي
د شمالي وزيرستان يو شمېر مخور او قومي سپين ږيري کوښښ کوي، چې د پوځي عملياتو مخنيوی وکړي او بهرني اتباع له نوموړې سيمې وباسي.

د خبرو اترو د خنډ لامل
د شمالي وزيرستان يو قومي مشر حاجي شير محمد وايي، چې دوی کوښښ کوي، تر راتلونکو پنځلسو ورځو کې ټول بهرني اتباع له شمالي وزيرستانه په سوله امېزه طريقه وباسي.

د پاکستان حکومت او شمالي وزيرستان د قومي مشرانو تر منځ خبرې اترې هغه مهال د ځنډ او خنډ ښکار شوې، چې تحريک طالبان پاکستان او د ازبکستان اسلامي غورځنګ د کراچۍ پر نړيوال هوايي ډګر د خونړي بريد مسؤوليت ومانه.

نوموړي بريد کې د لس بريدګرو په ګډون نژدې ۴۰ کسان وژل شوي وو.

حاجي شېر محمد وايي، له نوموړي بريد وروسته يې حکومت سره خبرو اترو کې خنډ راغلی، خو دوی بيا هم کوښښ کوي، چې دا ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

د بهرنيو اتباعو د ويستلو په موخه پاکستاني طالبانو سره خبرې روانې دي

حاجي شېر محمد زياته کړه، چې د بهرنيو اتباعو د ويستلو په موخه يې د مولوي نذير او خالد سجنا ډلې سره خبرې اترې روانې دي او کيدای شي يو سوله ييز حل يې را ووځي.

حکومت دې د روژې او ګرمۍ له امله پوځي عمليات نه کوي

د شمالي وزيرستان قومي مشر حاجي شېرمحمد وايي، چې حکومت دې د روژې او ګرمۍ له امله پر وزيرستان پوځي عمليات نه پيلوي، ځکه چې خلک به له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ شي.

پر وزيرستان پوځي عمليات د ځان وژنې په معنا ده

پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو پلوي يو شمېر پاکستاني سياستوال وايي، چې پر شمالي وزيرستان پوځي عمليات به د ځان وژنې په معنا وي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران وايي، امريکا د پاکستان حکومت او طالبان سره جنګول غواړي او د همدې لپاره پر حکومت تاکيد کوي، چې شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو پر خلاف پوځي عمليات پيل کړي.

عمران خان زياته کړه، چې که دا عمليات پيل شي، نو دا به د ځان وژنې په معنا وي.

عمران انديښنه وښوده، چې دې عملياتو سره به هغه طالبان هم د پاکستاني حکومت پر خلاف ټوپک راواخلي، کوم چې تر اوسه هم مذاکراتو ته ليواله دي.

مولانا فضل الرحمن هم وايي، چې پاکستاني او بهرني استخبارات پوځي عملياتو لپاره بهانې لټوي او تر څو چې د دوی خوښه نه وي، طالبانو سره خبرې اترې نشي کاميابيدای.

د پاکستان يو بل سياستوال او طالبانو سره د مذاکراتو د مرکچي ټيم غړي مولانا سميع الحق هم پرون لاهور کې يوې خبري ناستې ته په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، چې پوځي عمليات او جګړه د ستونزې حل نه دی، حکومت او پوځ بايد د ستونزې پر ټولو اړخونو فکر وکړي او د يادې مسئلې يو مستقل دې حل د خبرو اترو له لارې راوباسي.

خبرو او جګړې دواړو ته تيار يو
د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد وايي، چې دوی حکومت سره مذاکراتو او جګړې دواړو ته تيار دي.
شاهد زياته کړه، چې د ۴۵ ورځني اوربند پر مهال ټولو خلکو ته څرګنده شوه، چې له خيبره تر کراچۍ ټول هيواد کې امنيت ټينګ شوی وو، مګر حکومت دوی سره په کړي وعدو وفا ونه کړه او د اوربند پر مهال يې هم د دوی ملګري وژلي او بنديان کړي دي، مګر دوی بيا هم له صبر او حوصلې کار اخيستی.
شاهد وايي، چې اخر به هم دا مسئله د خبرو اترو له لارې حل کيږي.
شاهد ګواښ وکړ، چې که جګړه پيل شي نو دا به د مرګ او ژوند، سوبې او ناکامۍ جګړه وي نه د مياشتو او کلونو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x