شهيد کابل او قندوز‎

لیکوال

ليکوال : منيب الرحمان رحماني

دتاريخ په داسې يوې دورې کې راګير يو چې د يو ماتم اوښکې مو نه وې وچې کړي بل ماتم را په برخه شي،زيات وخت نه کېږي چې طالبانو کابل کې يو لوي بريد وکړ او د دولتی کسانو سره سره يې په لس ګونه عام وګړي هم شهيدان کړل که څه هم طالبانو په اسرار سره دا وويل چې هلته د ملکي خلکو شتون ته دولتی چارواکو اجازه نه ورکوله خو هلته چې څه واقع شول هغه د چانه پټ نه و،خلکو عام وګړي په شا کړي و شفاخاني ته يي د رسولو هڅي کولي ځينو موټرو ته پورته کول نړي په سترګو هرڅه وليدل،داخبره سمه ده چې مېډيا د طالب يو بد په دوه کې ضرب کوي خو د ځينو واقعو نه انکار ناشوني دي.

همداسې دادي‌ دولتی چارواکو نن قندوز په وينو سور کړ او دولت هم لکه د طالب وايي چې هلته ټول نظامي طالب کسان و خو ټولو په سترګو وليدل چې هلته عام کليوال وګړي او د مدرسې تنکي شاګردان په شهادت ورسيدل،ددې پېښې که څه هم مېډيا تر ډېره ځايه انعکاس ورکړ او تر اوسه پورې د خبرونو اول خبر او د ګرديو ميزنو ګرم بحث وي خو دا پېښه د پټېدلو هم نه وه.

په دواړو پېښو کې لوي ضرر ملت وليد هم په قندوز هم په کابل کې عام افغان په وينو ولمبيد.طالب خپل بريد ته دلايل وړاندې کوي حکومت خپل خو قرباني ددواړو بي قدره ملت دی.

د قندوز د بريد په اړه مختلف فکرونه موجود دي، په ښکاره خو دولت وايي چي بريد دوي کړي خو دوه شکونه دي دلته چې آيا په ريښتيا هم بريد افغان هوايي ځواکونو کړي؟او که یې کړي هم وي دا يي ددولت په امر کړي که مستقيم د بهرنيو ځواکونو په امر او پلان ترسره شوی؟

په دې دواړو احتمالو سره بريد افغان حکومت ته متوجه کېږي يعني اصل کې بريد که افغان حکومت کړي هم نه وي خو تپل یې په افغان حکومت کېږي.

مهم دولتی پلانونه په اساني د عوامو قضاوت ته نه وړاندې کېږي خو داسې ګنګوسې شته چې ولسمشر غني د سولې لپاره ځيني متعبری پخواني څېرې وړاندې کړي او د سولې نيت يي جدي دي او دا بريد د بهرنيو په واسطه شوي وي تر څو يو طرف ته د مخاليفينو سولې ته تمايل کم کړي بل طرف ته غني نور هم د صحنې کونج ته بوزي او د غنی خواخوږي کم او ددولت او ملت تر منځ فاصله نوره هم ډېره کړي.

د بريد يو بله هڅه کېدی شي د ملت وېشل وي ځيني خلک لا وار د مخه مدرسې د طالب د تربيې مرکز ګڼي او عادي پښتانه کليوال د طالبانو په ملاتړ تورنوي او اوسني بريد ته په ډير ستر شرم سره چک چک وهونکي هم شته چې دا کليوالو او خاصتاً مخالفينو او هغه عامو خلکو چې ددولت تر کنترول لاندي سيمو کې اوسېږي ټکر رامنځته کوي.

بيا به دولت چې دې چارې ته ميلان هم لري کليوالي سيمو کې لا په ډیرې بې پروايي بمباري کوي او مخالفين به هم په ښاري سيمو کي د‌عامو خلکو ژوند ته لا بی پامه شي.

که څه هم طالب مشران به ددې اجازه ورنکړي خو که لږ شاته وګوري د طالبانو په دوره کې د امربالمعروف په اداره کې ډېر داسې خلک و چې په خپل سر يې کار کو يا افراط کولو،هغه وخت لا نظام هم و که څه هم طالب په جنګي حالت کې و اوس خو نظام هم نه لري او کېدی شي پخپل سر يا د امارت د تګلاري مخالف ځيني حرکتونه وکړي او بيا معقولي بهانی ورته پيدا کړي.

ددې بريد تر شاه دا لوبه هم موجوده ده چې امريکا غواړي جګړه ګرمه وساتي او متضرر خلک او عام نور طالب جنګيالي جنګ ته تشويق کړي او جګړه ګرمه وساتي او د تودوخې نه يي خپله ګټه اوچته کړي.

دا د امريکا له راتګ څخه وينو چې امريکا تل د جنګ د اوږدولو په هيله او هڅه کې ده ځکه جنګ د امريکا لپاره په افغانستان کې د‌اوکسيجن په معنا دی،دوي د يرغل نه یې تر اوسه که طالب جنګ هم پرېښی په زور يي بيرته جنګ ته مجبور کړي.

امريکا دلته جنګ د خپلی لويي پروژي د عملي کولو لپاره اوږدوي که دوی ديرش کلونو ته ضرورت ولري نو ديرش کاله نه طالب مطلقي کاميابي ته پرېږدي نه دولت او چې کار يي خلاص شي دولت تنها پرېږدي او بيا د دولت او طالب د شديد جنګ ننداره کوي او په وينو سور يو بل داخلي جنګ ته لاره جوړوي.

ځينی په دې فکر‌دي‌چي امريکا نور په افغانستان کې ماته خوړلي او کار يي خلاص دي خو زه ددي فکر مخالف يم زما په اند امريکا اوس د خپلي لوبي لپاره حالت برابر کړي او لويه لوبه به اوس شروع‌کېږي،غربي ميډيا هم دي ټکي ته اشاره کوي خو که لږ ژور فکر وکړو نو غربي ميډيا هيڅکله هم ددوي خلاف تبليغ نه کوي زما په اند د ددوي د ميډيا تبليغ او‌د ځينو چارواکو اقرار يي لاندی بله معنا لري دوي مخالف لوري يعني طالب ته‌د جنګ پاس ورکوي او تشويق کوي يي خو په اصل کې دا‌کار د جنګ ددوام لپاره کوي،دوي ډير وخت همداسې خبري کړي خو په تاريخ کې هيڅکله ددوي خبري د واقعيتونو او وروسته پلانونو سره يي سمی نه وي.

اوس وخت ددې را رسېدلي چي دا ويده ملت راويښ شي دا ټکي بايد درک کړو چی جنګ ددوي غوښتنه او خوراک دي او وږي ته په ډوډي ورکولو نوره هم انرژي ورکول کېږي او لاقوي کېږي او دا بيا د هغه ماته سختوي بلکه دوي تر خپل معین وخت پوري وخت ګټي او خپل پلان عملي کوي.

په هېواد کې يو ښه پيل شوی هر لوري ته پرلتونه شروع شوي يو عاقل او حکيم رهبر او حتي رهبران،ليکوالان،مدني فعلان د سولي فعالين او ددي وطن هر بچي که ددي پرلتونو نه سمه استفاده وکړي او سم یی اداره کړي نو کېدی شي ددي‌لوي ناورين څخه ووځو.

په هېواد کې د جنګ مخالفت د ملت د طرفه په ډېرېدو دي او دا مخالفت اوس ميدان ته راوړی او ښکاره يي وايي خو ملت ته او پرلت کې ګډون کونکو ته پکار ده چې بي طرفه و اوسی او د سولي اصلي طرفونو ته ګوته ونيسي،ډلته د سولي لوي ترينه مانع امريکا ده او په سوليز ډول بايد‌ددوی وتل وغوښتل شي په لويه کچه سوليز پرلت به په غرب ډیر لوي فشار وارد کړي او سوليز پرلت به ژر تر ژره ډير خلک جذب کړي.

زما په اند چې که پرلت وال يوازې د امريکا وتل وغواړی نو دا به داسې ښکاره شي لکه د طالب خواخوږي که داسې هم نشي نو داسې به انعکاس ورکړل شي لکه د ددولت او امريکا دښمنان،زه په دې فکر يم چي پرلت وال د امريکا د وتلو په مقابل کې دا شعار ورکړي چې امريکا دې د وتلو نيټه اعلان کړی او طالب دي وروسته اوربند وکړي ،پرلت والو ته تمايل او نرمښت بايد د طالب له طرفه ډېر وي ځکه امريکا خو هسې هم چې پوه شي اصلي کي ددوي وتل غواړي تخريبوي يي نو طالبان بايد دوي ته هيلي ورکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د