نړۍ

اوباما: عراق کې د پوځي عملياتو په ګډون پر ټولو لارو فکر کوو

نن ټکی اسيا: د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي، چې عراق کې د اسلامي دولت د ځواکونو پر خلاف د پوځي عملياتو په ګډون پر ټولو لارو چارو فکر کوو.

اوباما سپينې ماڼۍ کې د استراليا لومړي وزير ټوني ايبټ سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې امريکا به عراق کې د جهادي ډلو د مخنيوي لپاره پوره هڅه کوي او دوی به هيڅکله پرې نه ږدي، چې عراق کې جهادي ډلې واک ته ورسيږي.

اوباما زياته کړه، چې د لنډې مودې لپاره عراق کې پوځي عمليات ډېر اړين دي، تر څو د جهادي ډلو مخنيوی وشي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د عراقي حکومت د ملاتړ او جهادي ډلو د ځپلو لپاره هر ډول مرستې تيار دي، مګر عراق ته يو ځل بيا د پيلو عسکرو د لېږلو هوډ نه لري.

خبر زياتوي، چې کيدای شي امريکا د جهادي ډلو پر خلاف هوايي ځواک وکاروي.

وروستي خبرونه وايي، چې د اسلامي دولت ځواکونه د پلازمېنې بغداد پر لور حرکت کړی او غواړي، چې پلازمېنه ونيسي.

د عراق او شام اسلامي دولت “داعش” وياند خپلو عسکرو ته په يو بريښنايي پيغام کې امر کړی، چې د بغداد پر لور چټک حرکت وکړي او اصلي جګړه به هلته د مالکي له ځواکونو سره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x