افغانستان

شنونکي: د پاکستان لومړي وزير او د ګډ حکومت مشرانو په تکراري مسئلو خبرې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ وری، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت چارواکي کابل ته د پاکستان د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي سفر ګټور او د تازه اړيکو نوی پيل بولي، خو د سياسي چارو شنونکي بيا وايي، چې دغه ژمنې د پخوانيو هغوی تکرار دی او کومه ګټوره پايله به ونه لري.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزير سره د کډوالو د بېرته راستنېدو، د مخدره توکو د قاچاق په مخنيوي او د سيمې په امنيتي وضعيت خبرې کړي دي.

ټاکل شوې، چې د پاکستان لومړی وزير به د ګډ حکومت له اجراييه رييس عبدالله او نورو چارواکو سره هم خبرې وکړي.

د پاکستاني چارواکو او ګډ حکومت تر منځ يو ځل بيا د خبرو لړۍ په داسې حال کې پيلېدونکې ده، چې د ګډ حکومت له پيله ولسمشر اشرف غني پاکستان ته دومره ورنږدې شوی و، چې د خپلو پلويانو شکونه يې راپارولي وو، خو د څه مودې خوږو اړيکو وروسته يو ځل بيا دواړو لوريو پر يو بل تورونه ولګول او د تېرو څلورو کلونو پر مهال دغه اړيکې پرې شوې.

تر دې، چې څو مياشتې وړاندې د پاکستان د ای ايس ای مشر جنرال نويد مختار کابل ته د خپل سفر پر مهال د ګډ حکومت اشرف غني ته د اسلام اباد بلنه ورکړې وه، خو ده رد کړې وه او نږدې درې اوونۍ وړاندې بيا د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار جنرالا ناصر جنجوعه پر لاس د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي ته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.

د سیاسي چارو کارپوه جنرال عتيق الله امرخېل وايي، چې پاکستان د دې توان لري، چې له دغې موقع سمه ګټه پورته کړي، بلکې پاکستان کولی شي، چې د دې ناستو له لارې ځان له انزوا وباسي او نړيوالو ته روښانه کړي، چې له کابل سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

25 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
MHA

I don’t think Jamiat, and northern alliance will agree to Taliban Becoming a factor in the political system.

الجاج استاذ بیانزی

All those they are in the Kabul administration are criminals, belong to the US and Nato.They should get to the justise as warlords and criminals and punish as Taraki, Amin, karmel, Najib and others.

محمدنعیم سادات

اوس نو که اشرف غنی هر کار وکړی نو ستاسی له انتقاد لاندی ده . که پاکستان ته ورنژدی شی هم ستاسی لخوا انتقاد کیږی که له پاکستان څخه لیری شی هم ستاسی د انتقاد لاندی راځی . له د څخه معلومیږی چی بعضی کړی د اشرف غنی سره کوم خاص تعصب لری . او ستاسی د نن ټکی اسیا دنده دا نه ده چی په هرڅه کښی اشرف غنی انتقاد کړی بلکی تاسی باید د اشغال او د هغه تبلیغاتو پرضد عکسی تبلیغات وکړی نه دا چی خپلی سلیقوی عقدی سړی کړی

جمال

سادات صاحب ، غنی هغه نه دی چه څه په خپله خوښه وکړی یا ونه کړی غنی غلام دی هغه کوی او هغه وایی چه ورته د کولو او ویلو جواز او د ستور ورکړی شوی وی . ښه مثال یی همدا اوس د پاکستان صدراعظم په داسی حال کی راځی چه په افغانستان یی شپږ سوه بمونه ورولی حتی په داسی حال کی چه دی افغانستان کی او بمونه یی د کنړ په غړو رغو کی غورځی . دا تاسی ته څه معنی لری ، که دا حالت په هند کی وی یعنی د هند یا ایران په خاوره… نور لوستل »

Zadran

جمال صاحب،څرنګه چه امریکا اشغال تر اوسه خلاص شوی نه دی،نو تاسو ،د پانجاب او روسیه اشغال په دروازه کی په انتظار راته دراولی دی،.د افغانستان اشغال دوره خوری،کله،امریکا ،کله پنجاب،کله روسیه.روسیه.او پنجاب ،یو ،یو نوبت تېر کړی،امریکا د هم په افغانانو ټټر سوړ کړی.د پنجاب،د روسیه ،د امریکا بمونه او ګولی،زموږ دا زیږه او بابر ټټرونه،ښه زړونه را باندی ساړه کړی.چه مبادا ارمان مو پاتی نشی،

محمدنعیم سادات

محترم جمال صاحب ، دا معلومه خبره ده چی ددی حکومت ټول. لوړ پوړی مامورین د امریکا لخوا ټاکل کیږی . او دا حکومت په ټوله کښی امریکایی حکومت دی . چی دا د اشغال نتیجه ده . خو ددی حکومت د مامورینو په منځکی فرق دی . د مثال پ‌‌‌‌‌‌ډول حامد کرزی پخوانی اولسمشر یو ای‌‌‌‌‌‌ډیالوژیک انسان وو . د اسلامی کلتور او تاریخ سره یی د خپلی اي‌‌‌‌‌‌ډیالوژي له درکه خاص حساسیت درلود . د ایرانی ملحیدینو لخوا حمایه کیده . او د هغه په وخت کښی [ د پښتو تر نامه لاندی ] د الحاد د راتلو… نور لوستل »

اقبال

ځدران صاحب ! زه ستاسی یوه خبره ستاسی د خبرو له کیمیکل او فزیکل ارزونو له مخی سمه او رښتونی ګڼم چه تاسی لیکلی وو چه د حیواناتو سره لوی شوی ، بیا مو ډیر نه ملامتوم . زه نه وایم چه دا بد کار دی مګر له حیواناتو به همدغه زده کړی ترلاسه کیږی چه خدران صاحب تر لاسه کړی . ځدران اصلا د حیواناتو سره فکر نه کوم چه لوی شوی مګر د بادارانو له خوا داسی روزل شوی لکه د حیواناتو سره چه لوی شوی او زوزل شوی وی . د ده پیجاره دنده داده چه د… نور لوستل »

جمال

سادات صاحب ! د غلامانو به اړه ستاسی ارزونه سطحی ده ، لوی غلامان خارجی مشاورین لری هره خبره او هره کړنه یی د څارنی او ارزونی لاندی وی حتی هر څه چه وایی یا کوی د هغه ویلو او کړنو ورته ویل شوی چه دا وکړه او دا مه کړه . تاسی غلام کرزی یو ایدیالوژیک او غلام غنی د اقتصاد متخصص معرفی کوی ، زه نه وایم چه نه به وی مګر د دوی دا رښتی د غلامی د سیوری لاندی راغلی نه کرزی له خپلی ایدیالوژی او نه غنی له خپل اقتصاد څه ویلی یا څه کولی… نور لوستل »

Zadran

اقبال صاحب،د دکیمیکل فزیکل ووردس،په دا جمله کی په صحی صورت سره نه جوړیږی.خبرو په کیمیکل فزیکل باندی نه ارزوله کیږی،کیمیکل معنی کمیاوی،فزیکل ،جسمانی،کوشش کوه،هر لغات په خپل ځای استعملوه،ما لیکلی چه زه شپون یم،او په خپل شپونتوب ،فخر کوم،حلال ګټم.حلال خورم،په وطن په دین تجارت نه کوم،بل دا چه وطن اشغال دی که نه دی؟خو دوهم اشغالګر تور لنګی پنجابی تیار سی،ولاړ دی،دریم اشغال مو تک سور روس،راته داراولی دی،چه د امریکا اشغال څخه خلاص شو نو د پنجابیانو او روسانو وار دی.د پنجابیانو څخه مو کومکونه وخوړل،اوس یی له روسانو څخه هم خوری،روسانو او پانجابیانو ته به د… نور لوستل »

محمدنعیم سادات

محترم جمال صاحب ، تاسی دنیا ټوله یا توره او یاهم سپینه وینی . چی عملا داسی نه ده . د امریکا د استبلشمڼټ په منځکښی ‌‌‌‌‌‌ډیر عمیق اختلاف وجود لری . او داسی هم نه ده چی ټول امریکایان د امریکا لخوا د افغانستان د اشغال پلویان دی . په امریکا کښی هغه ګروپونه چی د افغانستان د اشغال مخالف دی هغوی کوښښ کوی چی په افغانستان کښی داسی کسان میدان ته راولی چی د هغوی په واسطه د افغانانو په منځکښی د سولی کولو امکان رامنځته شی او هغه ګروپونه چی غواړی چی افغانستان باید د امریکا تر… نور لوستل »

pattang

ځدران صیب په فزیک او کمیا کې هم ګوتې وهې او خپلې وزې پیایې ! درړاغ دسړي شخصیت کموي او دایمان زوال دي نو راشه حقیقت ووایه لکه چې د اشغالګرو تر جمان یې ! خو خبرې د ډیرې بې منطقه دي او غو سه را پاروې ! د خلکو ناموس ورشه له امریکیانو خلاص کړه ستا تنکۍ تنکۍ جونه هغوی زنګوي ناز او نخرې پرې کوي نور باید پوه شې !! دپنجاپ او روسانو عساکر چا تر اوسه ندي لیدلي او که فرضا بیا راغله د هغوی چاره به هم داسې وخورو لکه د صلیبي اشغالګرو !! ته داسې… نور لوستل »

اجمل

ځدران صاحب ، مونږ د کیمیکل او فزیکل په نومو ازمولی چه تاسی رشتیا شپون یاست او که د غلامی یا خپلواکی لیدلوری لری شخصی ګټی د ملت او که د ملت ګټی د شخصی ګټو د باره قربانی کوی . اوس معلومه شوه چه د شپونکی خبره دی ناسمه ده یو روشنفکر یی مګر دا چه معلومه کړو چه د ماسونیزم لیمونات ( روشنفکر ) او که د الهی نظام د حاکمت د پاره یو مجاهد روشنفکر یاست ، هغه ستاسی د لیدلوری معلومیږی . تاسی وایاست چه هیواد خو اشغال دی مګر مقابل کی چه یی کوم مقاومت… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

محترم جمال صاحب ، مخکی ما له مبایل څخه لیکنه کوله نو ځکه می لسکنه لیږ ګډوډه وه . اوس راځم مسلی ته . لومړی خو زما د خبری مطلب په لڼډه کښی دا وو چی ( د یوه مبارز سایټ ټوله مبارزه د هیواد د اشغال په حالت کښی باید د یوه شخصیت پر ضد نه وی بلکی دا مبارزه باید په عموم کښی د اشغال پر ضد وی ) ځکه چی د یوه شخص پسی دومره تبلیغ کول د اولس توجو د اشغال څخه د نوموړی شخص خواته اړوی . دوهم ددولتی لوړپوړو مامورینو سره نه باید د… نور لوستل »

عابد عبادی

سادات صاحب ، ښه دی چه ستاسی د ښکلو لیکنو له مخی ستاسی اسلامی شخصییت تر یوی کچی خوندی دی مګر ستا لیکنی که هر څومره ښی هم وی د لویو غلامانو ( که په کوچنی کچه هم وی ) هم وی دفاع وکړی ، او خلک ستا دفاع ومنی او بیا تاسی هغه خلک په یو ډول اطرافی او ناپوهه وشمیری . زه سر بیره پر دی چه د جمال ورور دنظریاتو ملاتړ کوم ستا خبری ساده کی ګلداره او شاخداره دی په لوی لاس یا د کومو لاسته راوړنو او کریدت تر لاسه کولو د پاره د الله… نور لوستل »

Zadran

پتنګ صاحب ،سلامونه،همدا اوس د ځدرانو جګ غره په سر ناست یم.او خپلی وزی،پسونه ،پیایم،وزی خپل ځانونه مړوی،او زه ینتېرنېت کی لګیا وم،سایښته هوا ده.پسر لی دی،هر طرف ګلونه دی،خو سږکال وواری بارانونه کم وشول،نه پوهیږم چه وزی به مو دلته ټول کال تیر کړای شی کنه؟دستا تبصره می ولوسته،ستا د نجونو او د ناموس خبره کړیده.او دا خبری څو ځلی ما همدلته ولیدی،زه له تاسو څخه پوښتنه کوم،چه تاسو ولی د افغانانو بیګناه خویندی لوڼه عمدا او قصدا په امریکایانو پوری تړی،او افغانه پیغله په په خپلی خولی سپکاوی،دا د افغانانو نجونو ګناه څه ده،چه تاسو ور پوری درواغ… نور لوستل »

سالارزي

سادات اوحدران صاحب سلامونه دا جمال اجمل اقبال بتنك عابد عبادي =الحاجبيانزي اوخبله دا حلويشت كاله كيزي دنظم نوين جها ني اودديموكراسي ترجتر لاندي به امريكي كي زوند كو ياودهغه جاي تابعيت لري .

الجاج استاذ بیانزی

د استخباراتو اصلی مامور چه د خپلو مخالفینو لست ورسره دی د ځان په شان غلامانو ته په دروغ رښتیاوو د مخالفینو د هستوګنی ځایونه په نښه کوی او هغه مخالفینو ته یو ډول اخطار هم دی چه تاسی خو په خیټه کی یاست زمونږ د دجالی بادارانو په ضد څه مه وایاست د معدی په تیزابو او شرابو کی به مو لو لپه کړو . د سلارزی صاحب دا خبره چه فلانی او فلانی چیری اوسیږی ، به لږه وارزوو : ټوله نړی د حریصو ( سرمایدارانو ) او مطمنو ( غریبو ) دوه هیوادونه دی مګر دا سی… نور لوستل »

Zadran

سلامونه سالار زی صاحب.بیانزی صاحب بیا ټاپی ولګولی.بیانزی صاحب ټاپی د امریکا سوسیل په زور سره لګوی،هغه دا چه د بیانزی صاحب په امریکا کی هرڅه بیمه دی،هره میاشت فری سوسیال اخلی،سوسیل یوه اندازه پیسی ته وایی چه امریکا دولت یی هره میاشت وزګارو،بوډګانو.مهاجرو،ته هسی د کمک په ډول ورکوی،نو بیانزی صاحب هم د امریکا بوډا ګانو وزګارو خلکو په لیست کی دی ،چه هم د امریکا مفته سوسیل اخلی او له بله خوا له امریکا سره د جهاد اعلان کوی،او بلی خوا په ناولی تبصرو کی سوله هم نا ممکنه ګڼی.که چیری رښتیا جهاد کوی،رادشی افغانستان.او که سوله نکی… نور لوستل »

سالارزي

جدران صاحب سلامونه داسري جه به مختلفو نومونو لكه اجمل جمال اقبال عابد تبصري كوي اوله امريكينه دكفراواسلام فتواكاني صادروي به حقيقت دي ددمظلومو افغانانو له دردحخه حه خبردي همدانن به شند ند ديو خش شوي مين به نتيجه كي ديو فاميل 7كسان شهيد ان شوي دي بيا ينزي ته حه ؟ بيانزي يا اجمل خوامريكاكي دكليسا خيراتوته ارولي اوافغانستاكي قتل اوقتال ته اتن كوي اوبه تابو كي شه مهارتلري

صفی الله صافی

ځدران صاحب ! زما په اند مونږ او تاسی ټول باید د یو بل د تبصری یا لیکنی په محتویاتو نیوکی ، تبصری او ارزونی وکړو ، دا چه څوک څه کاره او یا چیرته اوسی دا د هیواد اصلی ستونزی به حلوی . د مثال په ډول یو بل ته وایی چه د ځدران له حیواناتو سره لوی شوی چیری چه څوک لوی شی د هغه چاپیریال څخه یی زده کړه کړی وی ، زه له دی خبری سره توافق نه لرم زه به د ځدران صاحب د تبصری په موادو ارزونه کوم مهمه نه ده چه هغه کوم… نور لوستل »

ستانکزی

افغانانو ورونو ! زه هم د صافی صاحب ښکلی خبری تاییدوم ، راځی چه دهمدی پاڼو او فیسبوک له لیاری د سولی د پاره کمپاین وکړو ، په څنګ کی ټول مظلوم اولس یو موټی او یوه خوله کړو له هغه ووروسته که اشغلګر د روغی جوړی له مخی نه وځی نو بیا به هغه وخت د اولسی وسله وال پاڅون د پاره ځانونه اماده کوو ، مونږ په نورو زیاتی نه کوو او نه د نورو زیاتی زغملی شو . که امریکا له زرونو میلو هغه خوا په دی نامه راځی چه د خپلو خلکو یا د نشنل انترست… نور لوستل »

فدایی

خوږو درنو ورونو ! زه به لمړی کس یم چه د صافی صاحب او ستانکزی صاحب وړاندیزونو ته لبیک ووایم ، او د وروری لاسونه ستاسی د لاسونو سره یو ځای او د روغی جوړی د پاره له نن وروسته کار شروع کړو . ډیرو نورو هم کار شروع کړی د هغوی سره به هم خپلی مفاهمی شریکی او خپلی ملاوی به تر دی لا زیاتی ټینګی کړو . زه باور لرم چه همدغه ګډ وډ او کمزوری خوځشت کی به الله ج ډیر ژر د هغه پشتین د غورځنګ په شان برکت واچوی چه د غفارخان د نشنل عوامی… نور لوستل »

جانیخیل

افغانانو ورونو او دوستانو ! تر هغی چه زه معلومات لرم ، امریکا په امریکایانو مرستی یا درولی او لا کمی کړی د سوسیال مرستی یی افغانستان ته نقل کړی او افغانستان کی یی یی هغوی ته ورکوی چه د خبلی خاوری ،خلکو او خپلواکی سودا یی د امریکایانو سره کړی یعنی ددغه سوسیال مرستو په بیه امریکایان زمونږ د هیواد دخاورو لاندی ( معدنیات ) او د باندی لکه نشه توکی امریکا ته وړی سربیره پردی چه د جنګ خرڅه پری تادیه کوی ډیره برخه هغوی ته پاتی کیږی. څومره چه زه معلومات لرم د سوسیال اصطلاح اروپا کی… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

زه چیری تللی وو ، کمپیوتر ته می وخت نه وو بیدا کړی ، چه راغلم د ځدران صاحب ، سالارزی صاحب، صافی صاحب ، ستانکزی صاحب جانیخیل صاحب او داسی نورو ورونو تبصری می ولوستلی د هر چا نیوکی او حتی کنځل او توهین زمونږ په لیمو ، تر هغی زه ټولو ته ورونه واییم چه د کلیمی طیبی په خوله اقرار او په زړه تصدیق وکړی یعنی عملی بڼه کی د دغه کلیمی په مفهوم او معنی پوه شی داسی نه چه دغه کلیمه زر ځلی تکراروی ، طاغوت او دجال ته سجدی کوی او د هغوی څخه… نور لوستل »

Zadran

ټولو ورڼو ته سلامونه.زه چه همیشه تبصره لیکم.زما مخه همیشه دسوله لپاره ده،ځکه چه په سوله کی د=هر شی ژوندپاتی کیدلی شی،قسم په الله ج چه سوله می ارمان دی.په سوله پسی می سترګی ووتی. او هیڅ نه پو هیږم چه د سولی ارمان به زما پوره شی او که به دسوله ارمان ګور ته یوسم،څلویښت کاله جنګ.هر څه را څخه واخستل،حتی په دا جنګ کی زموږ دین ،کلتور ته هم زیانونه ورسیدل،اخر دا ورور وژنه به تر څو پوری جاری وی؟نه طالیب ین نه دولتی،له دواړه څخه کرکه کوم،خدای ج ته هر څه اسانه دی،هر څه یو پای هم… نور لوستل »

Back to top button
25
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx