نظــر

نمایشي غونډي – نمایشي کارونه!

لیکوال: بسم الله افغانمل / د زابل پخوانی والي

تېره ورځ د سولي عالي شورا مشرتابه او غړو کوم چي هیڅ ډول لاسته راوړنه نه لري په کندهار ولایت کې یوه نمایشي او فرمایشي غونډه جوړه کړي وه.

چي برخوال ئې په ۱۰۰٪۸۵ فیصده دولتي مامؤرین او دولتي معاشخواره وه.

په نوموړی نمایشي غونډه کي هغه کسان هم موجود وه او پر سټېج ئې له خولي ځګان وتل، کوم چي د روان جنګ او جګړې، ناامنی او ګډوډی په اساس د مقام او منصب، عزت او ثروت خاوندان سوی دي.

پدي نمایشي غونډه کي هغه کسان هم موجود وه کوم چي په حزبي او تنظیمي، سمتي او لساني، قومي او قبیلوي تعصب کي تر غوږونو پوری غرق دي.

پدي نمایشي غونډه کي هغه کسان هم موجود وه کوم چي د ریښتیني سولي او ثبات په راتګ سره باید عدلیې او قضائي ارګانونو ته معرفي سئ.

پدي نمایشي غونډه کي هغه کسان هم موجود وه کوم چي په غلا او فساد، چور او چپاول کي ئې ډګری اخیستي دي.

پدي نمایشي غونډه کي هغه کسان هم موجود وه کوم چي په ریښتیني سولي، ثبات او استقرار کي خپل زوال او ذلت ویني.

پدي غونډه کي پر بنیادي مسائلو بحث ونه سو.

پدي غونډه کي د ړندو بمباریو، د بهرنیو ځواکونو د خپلسریو او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه چي دا مهال افغان ولس ورسره لاس په ګریوان دی بحث ونه سو.

بناءً پدي ډول نمایشي او فرمایشي غونډو او بېځایه منډو ترنډو، سفرونو او چکرونو څه نه جوړېږي تر څو چي اخلاص،صداقت او عملي کار نه وي.

زه نه پوهېږم چي په دومره لویو لګښتونو او بې حسابه پیسو دغه ډول بې فایدي او بې نتېجي غونډي د څه لپاره جوړېږي ځکه نوموړی غونډي نه کوم نوی پېغام درلودی نه کوم ښه زیری او نه هم کومه ښکاره لاسته راوړنه.

هسي تکرارې، فرمایشي او تشریفاتي ویناوي وي، په ټحولو ویناوالو کي یوه هم هغه څه ونه ویل چي باید ویل سوی وايي.

د کندز د وروستی خونړۍ پېښي په اړه نه یادونه وسول نه غندنه.

په نوموړی غونډه کي د فساد، قانون ماتوني، خپلسری، باج ګیری او یو شمېر معامله ګریو یادونه ونه سوه.

په نوموړی غونډه کي د حکومت له لوری د قانون خلاف يو شمېر کړنو یادونه ونه سوه.

په نوموړی غونډه کي د ناقانونه پارلمان د دوام، د ټاکنو په کمېسیون کي د ښکاره لاسوهنو، بېځایه مصلحتونو او یو شمېر نورو غیر قانوني کړنو یادونه ونه سوه.

په نوموړی غونډجه کي یو شمېر د قدر وړ شخصیتونو هم حضور درلود، خو زما په آند دغه راز نمایشي غونډو کي د هغوی شتون مناسب ندی.

په اخر کي باید ووایم؛ چي نوموړی غونډه فقط یوه نمایشي او تشریفاتي یا په بل عبارت کمپایني غونډه وه.

هیله ده چي ددغه راز نمایشي غونډو پر ځای داسې غونډي جوړی سي چي د وطن او خلکو لپاره ګټورې واوسي.

په ګران هېواد افغانستان کي د یوې ریښتیني او تلپاتي سولي، آمن، عدالت او برابری په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x