افغانستان

سبا به د رايې اچونې سلګونه مرکزونه تړلي وي – راپور

په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه د بشپړ امنیت او پوره تیاري راپورونه ورکوي، د ټاکنو خپلواک کیسیون ویلي دي، چې د ټاکنو په ورځ به تر ۸۰۰ ډېر د اريې اچونې مرکزونه تړلي وي.
دوی وايي چې که څه هم ۵۹۰۰۰ملي اردو اوپه ټوله کې تر څلور سوو زرو ډېر امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې دي، مګر بیا به هم ۸۱۵ د رایې اچونې مرکزونه د نا امنۍ له امله تړلي وي.

امنیتي چارواکي وايي چې دوی ۱۲۵۰۰ښځینه پوليسې هم ګمارلې چې په امنیت ساتنه کې برخه واخلي.
په داسې حال کې چې ټاکنو ته څو ساعتونه پاتې دي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بریدونه او چاودنو راپورونه ورکول کېږي.
طالبانو په خپل وروستي خبرداري کې په ولس غږ کړی، چې له ټاکنیزو مرکزونو لرې واوسي او په خپله خوښه د تېر په څېر په ټاکنو کې له ګډونه ډډه وکړي.
طالب مشرانو خپلو لارویانو ته امر کړی، چې د ټاکنو په ورځ باید د څلورویشتو ساعتو لپاره خپلو بریدونو او چاودنو ته دوام ورکړي، ترڅو امنیتي ځواکونه د ټاکنو د پروسې پر ځای یواځې په دفاعي حالت کې ځان ساتنه وکړي.
ولس او ټاکنې
عام وګړي، تېرو ټاکنو ته په کتو له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر ناامنیو سربېره پر دې هم زړه توري دي، چې ګواکې رایې يې ارزښت نه لري، د دوی په خبره په تېرو ټاکنو کې د پایلو ناوخته اعلان او بیا د سلګونو زرو رایو باطل اعلانول د یو پلان له مخې شوي دي، ځکه خو په ټاکنو کې رايه معنی نه لري.
د کندهار ولایت یوتن اوسېدونکی چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د درېیم ټولګي محصل دی وايي، چې ټاکنې یواځې د ولس پر وړاندې یوه ډرامه ده، کنه په حقیقت کې ټولو مشرانو ته خپلې ګټې مهمې دي. دی وايي چې د تېرو ټاکنو یو نوماند ګل اغا شیرزي به یو بل نوماند ډاکټر زلمي رسول ته ښکنځل کول، خو اوس ورسره د ګټو د خوندیتوب په خاطر ځان یو ګڼي او آن نور خلک هم د دوی پلويتوب ته رابولي.
د ننګرهار پوهنتو د شرعیاتو پوهنځی د څلورم کال محصل قاضي روح الله وايي، چې دغه ټاکنې د تېر په څېر يواځې د افغانانو د وژنې لپاره یوه طرحه ده، دی وايي چې په ټاکنو سره بهرنیان غواړي خپل شتون ته مشروعیت ورکړي. هغه وویل: «څوک چې په ټاکنو کې ګډون کوي، هغه اصلاً د امریکا یرغل ته مشروعیت وربښي، هغه ټول هغه جنایات چې په دې دیارلس کاله کې شوي دي هیڅ بولي.»
ورته خبره د مدني حقونو یوې فعالې او د زړورتیا د جایزې ګټونګې ملالۍ جویا هم کړې وه، هغې څه موده وړاندې د یو ویډيويي پیغام له لارې دا ټاکنې (انتصابي) وبللي او په خبره يې دا داشغال د دوام لپاره یوه ولس غولونکې پروسه ده.
افغان ریاضي پوه او د علومو اکاډمي غړی محمد صدیق افغان هم په ورته نظر دی، هغه د تېر ځل ټاکنو نه څه وخت مخکې څلويښت ورځې اعتصاب کړی و او په خپل موټر يې لیکلي وو، چې په اشغال شوي هېواد کې ټاکنې کول، د امریکا په جنایاتو سترګې پټول.
ټاکنې او رسنۍ
په تېر ځل ټاکنو کې د سکوت په دوره کې څوارلس افغاني رسنۍ په سرغړونې محکومې شوي،چې له دریو پرته يې نورو تراوسه  جریمه نه ده پرې کړې.
پر دې سربېره تېر ځل هم ټولو رسنیو له دولت او د ټاکنو د رسنیو له کمیسیون سره ژمنه کړې وه، چې دوی به د ټاکنو په ورځ امنیتي پېښه نه خپروي، په داسې حال کې چې د ټاکنو دورځې په ماښام د کورنیو چارو وزارت ویاند د سلګونو بریدونو خبر ورکړ او ورپسې د دفاع وزارت مسوولینو د سلګونو په توپیر د لاډېرو تلفاتو او بریدونه خبرونه خپاره کړل.
د چارو د څېړونکو له نظره د رسنیو له ژمنې سره سره بیاد داسې خبرونه خپرول د رسنیو باور صفر کړ، ځکه چې ولس ټوله ورځ ګنګس ساتل شوی و او له یوبل ځایه خبرونه نه وو، خو کله چې یو ناڅاپی د سلګونو بریدونو خبر اوري، د خلکو په وړاندې رسنۍ یوډول په پېښو کې شریکې اټکل کېږي.
د دې ټاکنو اړوند هم څو ورځې وړاندې د نی په مرکزي دفتر کابل کې د رسنیو مسوولینو له امنیتي مسوولینوسره په ګډه ناسته کې ژمنه وکړه چې دوی به د ټاکنو په ورځ هیڅ امنیتي پېښه نه خپروي.
افغان کارپوهان د رسنیو دا ډول ژمنه ښه نه بولي اوپه خبره يې دا ډول چلند ولس لاسي پېښو ته ورټېل وهي او له قوله یې له ولس سره ستره جفا ده.
ټاکنې او طالبان
طالبان د ټاکنو په وړاندې پخپل پخواني دريځ ولاړ دي، که څه هم ځينو افغان استخباراتي ځواکونو داسې خبرونه خپاره کړل، چې ګواکې طالبان له راتلونکو ټاکنوسره مخالفت نه لري، مګر د تېر په خلاف طالبانو د دې ټاکنو اړوند په لږ وخت کې دوه خبرداري خپاره کړل، چې د لومړي هغه يې ژبه نرمه او ترډېره همکارۍ ته ورته وه، مګر وروستی خبرداری يې په پوره معنی یو ګواښ و او ښکاره يې له ولسه غوښتي چې که د ټاکنو په مرکزونو کې ولیدل شي، د عواقبو مسوول به پخپله یاست.
طالبان را روانې ټاکنې د تېرو ټاکنو په څېر د امریکا له خوا د افغان «ولس ضد» ډرامه بولي او له دې لارې واک ته رسېدلی څوک هم په رسمیت نه پېژني. دا چې له ټاکنو وروسته به له نوي حکومت سره د طالبانو چلند څه ډول وي، د چارو د څېړونکو په اند د طالبانو له پرلپسې بریدونو او دهغوی له اعلاميو نه داسې ښکاري، چې دوی به خپلې مبارزې ته ترهغو دوام ورکوي، تر څو چې دلته بهرنیان وي.
په داسې حال کې چې دواړو نوماندانو د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي دفاعي تړون د لاسلیک هوکړه کړې ده.
ټاکنې به سبا ترسره شي، چې د اروپايي اتحاديې د ځانګړې استازي له قوله، که يې پایلې سمې راونه وځي، ښايي جنجال به جوړ شي. د ده په خبره بې تقلبه ټاکنې او ژر پايلې اعلانول به ولس ونه پاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x