افغانستان

افغان چارواکو له پاکستاني لومړي وزیر سره پر ځینو مواردو هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره د «عمل پلان» په نوم پر ځینو مواردو هوکړه کړې ده.

د سرچينې په وینا په هوکړه کې پر اوو مواردو دواړو لوریو موافقت کړی، چې پاکستان به د افغانستان په ملکیت کې د سولې له پروسې سره همکاري کوي او دواړه هېوادونه به د «هغو عناصرو» پر ضد جدي ګام پورته کوي چې د دې دواړو هېوادونو خوندیتوب ته ګواښ وي.

پر دې سربېره شاهد خاقان عباسي چې پرون کابل ته راغلی و، له محمد اشرف غني سره پر دې د هو سر ښورولی، چې د پاکستان خاوره به د افغانستان او د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه استعمالېږي.

ژمنه شوې، چې د یو بل حریم او ارضي تمامیت ته به احترام موجود وي او له ماتولو به يې ډډه کېږي، پر دې سربېره به د همدې ژمنو د پلي کولو لپاره یو ځانګړی همغږی سیستم او یوه کاري ډله رامنځته کېږي.

دواړو لوریو ژمنې کړې چې د نیوکو پر ځای به دغه موارد عملي او شته ستونزې به عملاً له منځه وړي.

شاهد خاقان عباسي په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې تر راتګ يې یوه ورځ وړاندې پاکستاني الوتکو پر کونړ هوايي بریدونه وکړل.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې دواړه لوريو، د کډوالو پر ستونزو، د زندانیانو په تبادلې او د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو اړوند هم خبرې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x